Share this link via
Personality Websites!
راځئ! اوس چه واورو هغه كوم كوم كارونه دي چه په هغے كښې تادي كول ضروري دي. چنانچه
په شپږو كارونو كښې تادي كول ضروري دي.
د دعوتِ اسلامي د اشاعتي ادارے مكتبة المَدينه كتاب “ حکایتیں اور نصیحتیں “ صفحه 164 كښې دي: منقول دي چه: تادي [يعني بـے ځايه تادي كول] د شيطان له طرفه دي خو په دې شپږ كارونو كښې تادي كول د شيطان له طرفه نه دي هغه دا دي: (1) چه كله د لمَانځه وخت شي نو په دې كښې تادي كول (2) ميلمه چه راشي نو د هغه ميلمستيا كول (3) چه مړے اوشي نو د هغه د غسل او كفن دفن انتظام كول (4) د لور په بالغ كيدلو د هغے نكاح كول (5) د قرض ادا كولو وخت چه راشي نو زر ادا كول او (6) كه [چا نه] چرته څه ګناه اوشي نو فوراً توبه كول.
( الروض الفائق ، المجلس الثالث عشر فی ذکر جھنم ، باب صفۃ الفقیر ، ص۸۶)
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
د سُنَّتو فضيلت او د ګاونډي په باره كښې نكات
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami