Jald Bazi Kay Nuqsanat

Book Name:Jald Bazi Kay Nuqsanat

شامِل شئ او د عاشقانِ رسول صُحبت اختيار كړئ او د ذيلي حلقے دولس مدني كارونه په خپله علاقه كښې مضبوط كړئ. د ذيلي حلقے دولسو مدني كارونو كښې يو هفته وار مدني كارهفته واره اجتماع هُم ده. ٭ اَلْحَمْدُلِلّٰہ د سُنَّتو ډكه هفته واره اجتماع كښې تلاوت، نعت او د علمِ دِين او د سُنَّتو ډك بيان اوريدلو، اجتماعي ذِكْرُ الله كولو او د ژړا نه ډكه دُعا كښې د خپلو ګناهونو نه توبه كولو سره سره د بد صحبت نه د بچ كيدلو او د ښه صحبت اختيارولو موقعے هم په لاس راځي. ٭ يقيناً ښه صحبت اختيارول او يو ځائے په شريكه د الله پاك ذِكر كول د فضيلت قابِل عمل دے.

د خوږ نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: چه كله خلق په يو مجلِس كښې په شريكه د الله پاك ذِكر كوي، بيا چه كله هغوئي فارغ شي نو هغوئي ته وئيلے كيږي: تاسو پاڅئ، بے شكه ستاسو ګناهونه بخښلے شوي دي او ستاسو بدئ په نيكو بدلے كړے شوي دي. (شُعبُ الایمان ، باب فی محبۃ اللّٰہ ، ۱ / ۴۵۴ ،  حدیث :  ۶۹۵) ٭ “ هفته واره اجتماع د تلاوتِ قرآن، نعتِ مصطفٰى ، د سنتو ډك بيان، ژړوونكي دُعا، ذِكرو دُرود مدني ګلونو او د علمِ دِين ګلدستو باندې مشتمله وي.

    دولس مدني كارونو كښې د دے هفته وار مدني كار  “ هفته واره اجتماع تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه رساله  “ هفتہ وار اجتماع مطالعه كړئ.  د دعوتِ اسلامي ټول ذِمَّه داران، خاص طور د هفته وارے اجتماع د مجالسو نګرانان او غړي خو دا رساله لازمي اولولئ. دا رساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب كولے شئ او د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ئې هم لوستلے شئ.