Book Name:Jald Bazi Kay Nuqsanat
باندې پوريوتلو وغيره بے شميره ديني او دنياوي مُعامَلاتو كښې خلق د بـے ځايه تادئ كولو نه كار اخلي، او د هغے نتيجه دا را اوځي چه بعضې وخت د خلقو عبادتونه ضائع كيږى او كله كله په دنياوي معاملاتو كښې سخت نقصان اوكړي او بيا د خفګان او پښيمانتيا نه علاوه نور هيڅ په لاس نه ورځي. (تفسيرصراطُ الجنان ، پ۱۵ ، بنی اسرائیل ، تحت الآیۃ : ۱۱ ، ۵ / ۴۲۸)
راځئ چه په دے باره كښې دوه حديثونه او د بزرګانو اقوال هم واورو او د بـے ځايه تادئ كولو د آفت او نقصانونو نه د ځان ساتلو كوشش اوكړو، چنانچه
حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله اِبنِ عَبَّاس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ فرمائي: نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شيخ عبدُ القَيس ته اُوفرمائيل: په تا كښې دوه خصلتونه داسې دي چه هغه الله تعالٰى ته خوښ دي، (۱) بُردباري [يعني برداشت، صبر، نرمي] او (٢) بـے ځايه تادي نه كول. ۔ ( ترمذی، کتاب البر والصلۃ، باب ما جاء فی التأنّی والعجلۃ،۳/۴۰۷،حدیث:۲۰۱۸)
حضرت سَهْل بن سَـعْد ساعدي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه نه روايت دے چه رسول كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: اطمينان د الله تعالٰى له طرفه دے او بـے ځايه تادي كول د شيطان له طرف دي. ( ترمذی ، کتاب البر والصلۃ ، باب ما جاء فی التّأنّی والعجلۃ ، ۳ / ۴۰۷ ، حدیث : ۲۰۱۹)
حكيمُ الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه د دے حديث پاك لاندے فرمائي: يعنې دنياوي او ديني كارونه په اطمينان سره كول د الله پاك د اِلـهام نه دي او په دے كښې د تادئ نه كار اخستل شيطاني وسوسه ده، د دے ترجمے او شرحے نه معلومه شوه چه دا حديث د دے آيتِ مباركه خلاف نه دے.
(وَ سَارِعُوْۤا اِلٰى مَغْفِرَةٍ