Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan
ټولونه وړومبے ئې اسلام قبول كړے وو. ٭ دا هغه هستيانے دي چه د ټولو نه وړومبے ئې د خوږ آقا كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دعوت باندے لَبَّيْك وئيلے وو. ٭ دا هغه هستيانے دي چه هغوئي د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار كړے وو او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معجزات ئے په خپلو سترګو ليدلي وو. ٭ دا هغه هستيانے دي چه په اُمَّت كښې د ټولو نه افضل او اعلٰى دي . ٭ دا هغه هستيانے دي د چه الله تعالٰى د هغوئي ښكلي صفات په قرآنِ كريم كښې بيان كړي دي. ٭ دا هغه هستيانے دي چه په احاديثِ پاك كښې ئې شان بيان شوے دے. ٭ دا هغه هستيانے دي چه الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملګرتيا د پاره مقرر كړي دي. ٭دا هغه هستيانے دي چا ته چه د ټولو نه مخكښې د تبليغِ اسلام سعادت نصيب شوے دے. ٭ دا هغه هستيانے دي چه د دِينِ اسلام د ترقئ او خوريدو د پاره ئې د كافرو ظلم او ستم برداشت كړے دے. ٭ دا هغه هستيانے دي چه د هغوئي په ډيرو كوششونو د اسلام بيراغ په ټوله دنيا كښې اوچت شوے دے ٭ دا هغه هستيانے دي چه د دِين د تبليغ د پاره ئې خپل مال ځان او عزت قربان كړے وو. ٭ دا هغه هستيانے دي چه د اسلام د شروع په مشكلو حالاتو كښې ئې لوږه تَنده برداشت كړي وه، په خيټه باندې ئے كانړي تړلي وو ٭ دا هغه هستيانے دي چه د اسلام بيراغ اوچت ساتلو د پاره ئې د خپلو نِزدے خپلوانو دُښمني په سر اخستي وه او د هغوئي خلاف ئې جهاد كړے وو. ٭ دا هغه هستيانے دي چه د هغوئي د ډىرو محنتونو او هميشه قربانو نتيجه ده چه نن مونږه د الله پاك او د هغه د خوږ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوم اخستونكي يو. لِهٰذا مونږ له پكار دي چه مونږه د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه او ټولو صحابه كرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوَان سره محبت كوو او د هغوئي محبت خپل اولاد ته هم زده كړو.
صحابہ ہیں تاجِ رِسالت کے لشکر رسولِ خُدا تاجدارِ صحابہ
اِنہیں میں ہیں صِدیق و فاروق و عثماں اِنہیں میں علی شہسوارِ صحابہ