Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan
مونږه د نيكئ د دعوت اوريدلو سعادت حاصلوو. مونږه د مدني قافلے مسافر په دې وجه نه جوړيږو چه وخت نه لرو. مونږه د درس و بيان كولو او اوريدلو د سعادت نه هم په دې وجه محرومه يو چه وخت نه لرو، مونږه فِكرِ مدينه هم په دے وجه نه كوو چه وخت نه لرو، مونږه هفته وارو اجتماعاتو كښې ځكه شركت نه كوو چه وخت نه لرو، مونږه هفته واره مدني مذاكره كښې شركت كولو نه هم په دے وجه محرومه يو چه وخت نه لرو. افسوس! يو ګنړ شمير خلق خو لـمونځونه هم په دې وجه قضا كوي چه وخت نه لري. يو ګنړ شمير خلق خو فرض علوم هُم په دے وجه نه حاصلوي چه وخت نه لري. يو ګنړ شمير خلق خو د دِين ضروري مسائلو نه هم خبر نه دي ځكه چه وخت نه لري. يو ګنړ شمير خلق د دِين د بنيادي او ضروري معلوماتو نه هُم بے خبره دي ځكه چه وخت نه لري. الغرض! كه چا ته د دِين زده كولو، د خپل آخرت ښائسته كولو او د يو نيك كار كولو د پاره اُووائې نو يو ګنړ شمير خلق داسې دي چه هم دا خبره كوي چه وخت نه لرو. آو د دُنياوي كارونو د پاره خو مونږ سره ډير ډير وخت دے، څو څو ګينټے ئې د اخبارونو په كتلو او لوستلو او خبرونه اوريدلو كښې تيرې شي خو هيڅ پرواه ئې نه وي. د شپے ناوخته پورے په هوټلو، بازارونو او لارو كوڅو كښې كښيناستل د څومره خلقو عادت جوړ شوے دے خو هډو پرواه ئې نه وي، ډير خلق خپل قيمتي وختونه په لډو، تاش، ويډو ګيمز كولو كښې بربادوي او هډو پرواه نه لري. ګنړ شمير خلق ټوله ټوله شپه په خپل موبائل او انټرنيټ كښې داسې مشغول شي چه د وخت ورته هډو احساس نه كيږي او هډو څه پرواه ئې نه وي. ډير خلق داسې دي چه د كار نه چوټي كول خو پريږده، يو څو مِنټه ناوخته كول هُم نه برداشت كوي خو په فرضو لـمونځونو، د جَمعے [يعني اِمامتئ] په لـمانځه، نفلونو او تلاوتِ قرآن كښې ډيره سستي كوي. كاش چه مونږه دُنيا ته د خپلو راتلو په مقصد پوهه شوے، كاش چه! د ځنكدن سختے مو يادې ساتلے، كاش چه! دا مو