Book Name:Ameer e Ahlesunnat Ki Naatia Shaeri
مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک پۀ نور سره ټوله کمره روښانه شوه او ستن ميلاؤ شوه۔([1])
پۀ يو بل ځائے کښې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي چې سپوږمۍ د خپلې ښکلا باوجود د هغه ښکلي مخ پۀ مخکښې هيڅ هم نۀ ده۔
یقینا جس کے آگے چودہویں کا چاند شرمائے تمہارا ہے وہ چہرہ نِکھرا نِکھرا یارسولَ اللہ([2])
پۀ يو بل ځائے کښې فرمائي:
نور والے کے رُخِ روشن کی کیا تعریف ہو
چِہرۂ انور کے آگے چاند بھی شرمایا ہے([3])
د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه دا شعرونه د دُنيائي شاعرانو پۀ شان صرف د خيالونو نۀ دي بلکې د حديثونو مبارکو نچوړ دے۔ پۀ دې حديثونو کښې يو حديثِ پاک تاسو ته بيانووم۔
حضرت جابر بن سَمُره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل ما رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څوارلسمي سپوږمۍ پۀ شپه کښې د سرو (ليکو والا) حُلّه کښې وليدلو، ما به کله سپوږمۍ ته کتل او کله به مې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوراني مخ ته کتل، نو ما ته به د هغوئي مخ د سپوږمۍ نه هم زيات ښکلے پۀ نظر راتللو۔([4])