Peer Shareef Ka Roza Rakhna

Book Name:Peer Shareef Ka Roza Rakhna

خاص طور د کربلا والؤ لوږه او تنده رايادوئ۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د هفته وار نيک عمل نمبر 64 مطابق د نفلي روژو پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړل، نيت اوکړئ چې د دې نيک عمل پۀ اِختيارولو به پۀ هره هفته کښې يوه روژه ضرور نيسو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د پئيو د څښلو نه پس لوستلے کيدونکې دُعا

اَللّٰھُمَّ لَکَ صُمْتُ وَعَلٰی رِزْقِکَ اَفْطَرْتُ

ترجمه: اے الله! ما ستا د پاره روژه ونيوله او هُم ستا پۀ عطا کړے شوي رزق مې ماته کړه۔ ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه،سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟


 

 



[1]... سنن ابی داود ، کتاب الصوم  ، باب القول عند الافطار ، صفحہ:378، حدیث:2358 ۔