Book Name:Peer Shareef Ka Roza Rakhna
روژې پۀ 5 قِسمه دي: (1): فرض: د رمضان د ادا او قضا او قَسم وغیرہ د کفارې روژې (2): واجب: د مَنَښتې وغيره روژې (3): نفل او مُستَحب: د فرض او واجب نه علاوہ مثلاً: * د عاشورې يعنې د لسم محرم روژه د دې سره دې د نهم محرم روژه هم شامله کړے شي * د شوال شپږ روژې * د عرفې يعنې د 9 ذو الحج * د هر ګل او د زيارت * اَيَّام بِيض (يعنې د هرې مياشتې د 13، 14، 15 تاريخ) روژه نيول دا ټولې نفلي روژې دي (4): مکروه تنزيهي: صَوم وِصال يعنې روژه نيول او د روژه ماتي کولو نه بغير چې پۀ بله ورځ بيا روژه ونيسې دا مکروه تنزيهي ده (البته افضل دا دي چې صوم داؤدي ونيولے شي يعنې يوه ورځ روژه نيول او پۀ بله ورځ نۀ نيول) (5): مکروهِ تحريمي: د وړوکي اختر، لوئي اختر او د ايام تشريق (يعنې د 11، 12، 13 ذوالحجه) روژې۔ ([1])
الله پاک فرمائيلي دي:
كُلُوْا وَ اشْرَبُوْا هَنِیْٓــٴًـۢا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ(۲۴) (پارہ :29، سورۀ حاقہ:24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (وئيلے به شي:) پۀ تيرو شوو ورځو کښې چې تاسو [څۀ نيک اعمال] مخکښې وليږل د هغې پۀ بدله کښې پۀ خوند خوند خورئ او څښئ۔
پۀ آيت مبارک کښې فِی الۡاَیَّامِ الۡخَالِیَۃِ ﴿۲۴﴾ د تيرو شوؤ ورځو نه مُراد د روژو ورځې دي۔ مطلب دا شو چې روژه نيوونکو ته به د قيامت پۀ ورځ وئيلے کيږي: تاسو پۀ دُنيا کښې د الله پاک د رضا د پاره وږي تږي پاتې شوۍ ځکه نن خورئ او څښئ۔ ([2])