Peer Shareef Ka Roza Rakhna

Book Name:Peer Shareef Ka Roza Rakhna

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

چا چې يوه نفلي روژه ونيوله الله پاک به هغه د دوزخ نه دومره لرې کړي لکه څومره چې د زمکې او د اسمان ترمينځه فاصله ده۔ ([1])

د ګل شريف روژه

* خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ ګُل او زيارت باندې اعمال پيش کيږي نو زۀ خوښووم چې زما عمل هٰغه وخت پيش شي چې زۀ روژه دار يم۔ ([2]) * د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د ګل شريف د روژې نيولو پۀ باره کښې پوښتنه اوکړے شوه نو رسولِ ذِيشان مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (د دې پۀ وجه بيانولو) وفرمائيل: پۀ دې ورځ زما ولادت وشو او پۀ دې ورځ پۀ ما باندې وحي نازله شوه۔ ([3])

د نفلي روژو پۀ باره کښې احکام

*(1): نفلي روژه پۀ شروع کولو واجِب کيږي ([4])  بغیر د شرعي عُذر نه ماتول يـې نا جائزه او ګناه ده۔ ([5])  (2): که مور او پلار د نفلي روژې نيولو نه منع کړي نو د هغوئي خبره دې ومنلے شي۔ ([6]) (3): نوکر یا مزدور وغیرہ که نفلي روژه ونيسي نو پۀ کار کښې به يـې سستي راځي نو د ادارې يا د چا سره چې کار کوي د هغوئي د اجازت نه بغير نفلي روژه نيول نۀ ده پکار، که پۀ روژه نيولو باقاعده کار کولے شي، پۀ کار کښې څۀ قِسمه کمے يا


 

 



[1]... مجمع الزوائد ، جلد:3، صفحہ:338، حدیث 5177۔

[2]... سنن ترمذی ابواب الصوم عن رسول اللہ صلی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم، باب ماجاء صوم  یوم ...الخ، صفحہ:208، حدیث :747۔

[3]... مسلم ، كتاب الصیام ، باب استحباب ثلاثۃ ایام ...الخ ، صفحہ:423، حدیث :1162۔

[4]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ :5، صفحہ:1007۔

[5]... فتاوی اہلسنت ، فتوی نمبر : Jtl-1596۔

[6]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ :5، صفحہ:1008۔