Peer Shareef Ka Roza Rakhna

Book Name:Peer Shareef Ka Roza Rakhna

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه                  (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د           ګل شريف د روژې نيولو پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي او د روژه ماتي  پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د ګل شريف روژه نيول

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

تاسو پۀ ما باندې درود لولئ۔۔۔ ! بے شکه دا ستاسو د پاره پاکي ده۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

نيک اعمال څۀ دي؟

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله عطا کړې ده د پاره د دې چې مونږ د دې نيک اعمالو پۀ اِختيارولو خپله اِصلاح او ډيرې نيکۍ اوکړے شو۔ پۀ 72 نيک اعمال کښې هفته وار نيک عمل دے: آيا پۀ دې هفته کښې مو د ګل شريف (يا د پاتې کيدو پۀ شکل کښې پۀ بله ورځ) روژه ونيوله؟

پۀ دې نيک عمل کښې د ګل شريف يا پۀ هفته کښې پۀ هره يوه ورځ کښې د نفلي روژې د نيولو ترغيب ورکړے شوے دے نو نن به مونږ د نفلي روژو پۀ باره کښې اورو۔


 

 



[1]... مسند امام احمد ، مسند ابی ھریرہ ، جلد:4، صفحہ:409، حدیث:904۔