Peer Shareef Ka Roza Rakhna

Book Name:Peer Shareef Ka Roza Rakhna

بے خيالي نۀ کيږي نو د نفلي روژې د نيولو د پاره د اِجازت اخستو ضرورت نشته۔ ([1])

د نفلي روژو د نيولو فضيلتونه او فائدې

* نفلي روژې د الله پاک د رضا سبب دي * روژه نيول د ګناهونو نه د بچ کيدو سبب دے * روژه نيول جَنَّت ته بوتلونکے کار دے * د قيامت پۀ ورځ به د روژه دارو د خُلې نه د مشکو بوئي ځي * او دوئي د پاره به د عرش د لاندې دسترخوان غوړولے شي د کوم نه چې به دوئي خوري او څښي۔ ([2]) * روژه نيول د ښه او روغ صحت علامت دے مثلاً: * د روژې نيولو سره د معدې بيماريانې (Gastrointestinal Diseases) ټيک کيږي * د هاضمې نظام (Digestive System) ښه کيږي۔ * د روژې نيولو سره شوګر ليول، کوليسټرول او بلډ پريشر درميانه (Moderate) اوسي۔* د روژې نيولو سره جسماني ستړے والے، ذهني ستړے والے، ډپريشن او نفسياتي مرضونه  (Psychological Disorders)ختميږي۔ * د روژې نيولو سره د وجود پۀ غټ والي کښې کمے راځي او زياتي وازګه ختميږي۔ * د روژې نيولو سره قوتِ مدافعت [د بيمارو مقابله کوونکے طاقت] زياتيږي۔ ([3])

د نفلي روژو نيولو د عادت جوړولو طريقې

* د نفلي روژو د نيولو پۀ فضيلتونو او ثوابونو باندې نظر ساتئ * د نفلي روژو نيونکو اِسلامي وروڼو صحبت اِختيار کړئ! دې د پاره د دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول ته راشئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ دِيني ماحول کښې د نفلي روژو د نيولو ترغيب ورکړے کيږي او ډير اِسلامي وروڼه نفلي روژې نيسي * د روژو نيولو پۀ باره کښې د بزرګانِ دِين واقعې لولئ


 

 



[1]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ :5، صفحہ:1008۔

[2]... موسوعہ ابن ابی دنیا ، جلد:4، کتاب الجوع ، حدیث:139۔

[3]... ماہنامہ فیضان مدینہ ، مئی 2020، صفحہ:55 ۔