Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna

Book Name:Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna

اوابينو او څاښت پۀ نـمونځ باندې د پابندۍ  کوونکي ګناهونه معاف کولے شې . ([1])

د اِشراق، څاښت او د اوبينو د نـمونځ نۀ کولو نقصان

دا نـمونځونه نۀ کول د ډيرو فضيلتونو او ثوابونو نه د محرومۍ او د قيامت پۀ ورځ د ارمان سبب دے.

د اِشراق، څاښت او د اوابينو د عادت جوړولو طريقې

* د نفلونو پۀ فضيلتونو او ثوابونو باندې نظر ساتئ * د سحر د نـمونځ کولو نه پس د اِشراق او څاښت پورې هُم پۀ جومات کښې حاضر اوسئ او د الله پاک ذِکر، درود او سلام او پۀ اورادو او وظيفو وغيره کښې مشغول اوسئ * پۀ زړۀ کښې د نيکو حرص زيات کړئ *د الله پاک د عبادت نه د ورځې د شروع کولو او د ختمولو ذِهن جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټوله ورځ به مو د دې برکتونه نصيب کيږي.

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 34 د اوبينو او اِشراق او څاښت پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړۀ، نيت اوکړئ چې پۀ دې نيک عمل اختيارولو به روزانه د اوبين، اِشراق او څاښت نفلونه کوو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!   

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د فرض نمونځ نه پس والا دعا

اَللّٰھُمَّ اَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْکَ السَّلَامُ تَبَارَکْتَ یَا ذَاالْجَلَالِ وَالْاِکْرَام

ترجمه: اے اللہ تۀ سلامتي ورکوونکے يـې او هُم ستا له طرفه سلامتي ده، تۀ برکت والا يـې اے جلال او بزرګئ والا.([2])


 

 



[1]... سنن ابن ماجہ ، ابواب  اقامۃ لصلوات ...الخ ، باب ماجاء فی صلاۃ الضحیٰ ، صفحہ:223 حدیث :1382۔

[2]...مسلم ،كتاب المساجد  ومواضع الصلاة ،باب استحباب الذكر بعد الصلاة ...الخ،صفحہ:217،حدیث :591۔