Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna

Book Name:Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna

صلوٰة الضحیٰ (اِشراق اوڅاښت) څۀ ته وئيلے شي

د نمر د راختو نه پس ادا کيدونکو نفلونو ته صلوٰة الضحیٰ (د اِشراق اوڅاښت نـمونځ) وئيلے کيږي.

وضاحت: * ضحیٰ د ورځې هٰغه حصې ته وائي کله چې نمر راوخيژي هٰغه وخت ادا کيدونکي نـمونځ ته صلوٰة الضحیٰ (د اِشراق اوڅاښت نـمونځ) وئيلے کيږي. ([1])  * د اِشراق د نـمونځ وخت: د نمر د راختو نه 20 منټه پس شروع کيږي او ضحوۀ کُبریٰ يعنې کله چې نمر بالکل پۀ سر باندې شي هٰغه وخت ختميږي * د څاښت وخت: د نمر د ښۀ راپورته کيدو نه شروع کيږي او د ضُحوۀ کُبریٰ يعنې کله چې نمر بالکل د سر پاسه شي هٰغه وخت ختميږي. ([2]) * د اِشراق او څاښت نـمونځ يو ځائے هم ادا کيدے شي. آؤ بهتر دا دي چې د څاښت نـمونځ د ورځې پۀ څلورمه حصه کښې اوکړے شي. ([3])

اَوَّابين څۀ ته وئيلے شي

د ماښام [د فرضو] نه پس 6 رکعتونو کولو ته صلاةُ الاَوَّابين (يعنې د اوَّابينو نـمونځ) وئيلے کيږي.([4])

آيت مبارک

الله پاک فرمائي:

اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَ الْاِشْرَاقِۙ(۱۸) (پارہ :23، سورۀ صٓ:16)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه مونږه هغۀ سره غرونه تابع کړل چې هغوئي ماښام او د نمر د ځليدو پۀ وخت کښې تَسبِيح کوي.


 

 



[1]... مرقاۃ المفاتیح ، کتاب الصلاۃ ، باب الصلاہ الضحیٰ ، صفحہ:351۔

[2]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:676۔

[3]... فتاوی اہلسنت ، فتوی نمبر : WAT-1091۔

[4]...مرآۃ المناجیح ،جلد:2،صفحہ:226۔