Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna

Book Name:Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه.

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د فرض نمونځ نه پس دعا پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستلے کيږي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ ما باندې د جُمعې پۀ ورځ دُرُودِ پاک ولولي زۀ به د قيامت پۀ ورځ د هغۀ شفاعت کووم. ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                   صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

اوابين، اِشراق او څاښت

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د خپلې اِصلاح د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله راعطا کړې ده چې مونږ د سوالونو پۀ ذريعه خپله جائزه واخلو او د خپلې اِصلاح کوشش اوکړو، نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه نيک عمل نمبر: 34 پۀ باره کښې زده کوو.

نيک عمل نمبر 34: آيا نن تاسو د اوابين يا اِشراق او څاښت نفلونه کړي دي؟ ([2])


 

صلوٰة الضحیٰ (اِشراق اوڅاښت) څۀ ته وئيلے شي

د نمر د راختو نه پس ادا کيدونکو نفلونو ته صلوٰة الضحیٰ (د اِشراق اوڅاښت نـمونځ) وئيلے کيږي.

وضاحت: * ضحیٰ د ورځې هٰغه حصې ته وائي کله چې نمر راوخيژي هٰغه وخت ادا کيدونکي نـمونځ ته صلوٰة الضحیٰ (د اِشراق اوڅاښت نـمونځ) وئيلے کيږي. ([3])  * د اِشراق د نـمونځ وخت: د نمر د راختو نه 20 منټه پس شروع کيږي او ضحوۀ کُبریٰ يعنې کله چې نمر بالکل پۀ سر باندې شي هٰغه وخت ختميږي * د څاښت وخت: د نمر د ښۀ راپورته کيدو نه شروع کيږي او د ضُحوۀ کُبریٰ يعنې کله چې نمر بالکل د سر پاسه شي هٰغه وخت ختميږي. ([4]) * د اِشراق او څاښت نـمونځ يو ځائے هم ادا کيدے شي. آؤ بهتر دا دي چې د څاښت نـمونځ د ورځې پۀ څلورمه حصه کښې اوکړے شي. ([5])

اَوَّابين څۀ ته وئيلے شي

د ماښام [د فرضو] نه پس 6 رکعتونو کولو ته صلاةُ الاَوَّابين (يعنې د اوَّابينو نـمونځ) وئيلے کيږي.([6])

آيت مبارک

الله پاک فرمائي:

اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَ الْاِشْرَاقِۙ(۱۸) (پارہ :23، سورۀ صٓ:16)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه مونږه هغۀ سره غرونه تابع کړل چې هغوئي ماښام او د نمر د ځليدو پۀ وخت کښې تَسبِيح کوي.


 

* پۀ دې آيت کښې بيان کړے شوي دي چې الله پاک غرونه د حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام تابع کړل، کله چې به حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام د نمر د راختو او پريوتو پۀ وخت نمونځ ادا کولو نو غرونو به ورسره هم نمونځ کولو * حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام به صلوٰة الضحیٰ (د اِشراق او څاښت نـمونځ) ادا کولو. ([7])  

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

د اَوَّابينو پۀ باره کښې خوږ آقا مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د ماښام د نـمونځ نه پس شپږ رکعتونه داسې ادا کړي چې د هغې پۀ مينځ کښې څۀ بده خبره اونکړي نو دا 6 رکعتونه به د 12 کالو د عبادت برابر شي. ([8])

مختصر شرح: یاد ساتئ چې په دې حدیث شريف کښې د 12 کالو د عبادت برابر کيدلو مراد دا دے چې د دې 6 رکعتونو کولو سره به د 12 کالو د عبادت ثواب حاصليږي، دا مطلب بالکل نۀ دے چې دا 6 رکعتونه به د 12 کالو د فرائضو او واجباتو متبادل شي او مَعاذَ اللہ! 12 کاله پورې دې د نمونځونو نه بې پرواه شي. ([9])

د صلوٰة الضحیٰ (اشراق او څاښت) پۀ باره کښې خوږ آقا مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک اِرشاد فرمائي: اے ابن آدمه! تۀ زما د پاره د ورځې پۀ شروع کښې (صلاة الضحي يعنې د اِشراق او څاښت) څلور رکعتونه کوه، زۀ به د ورځې د اخره پورې ستا د پاره کافي يم، يعنې ستا حاجتونه به پوره کووم او پريشانۍ به ختمووم. ([10])


 

د اِشراق، څاښت او اَوابينو د نـمونځ پۀ باره کښې احکام

(1): د اِشراق، څاښت ([11]) او اوابين نـمونځ مستحب دے. ([12]) (2): د نمر د راختو نه پس د 20 منټو پورې د اِشراق، څاښت يا بَل يو نـمونځ کول مکروه دي. ([13]) ځکه د اِشراق نـمونځ د نمر د راختو نه 20 منټه پس کوئ.

د اِشراق او څاښت او اوابينو د نـمونځ فضيلتونه او فائدې

* د الله پاک د عبادت نه ورځ شروع کيږي او ختميږي. د حدیث شريف مطابق څوک چې د ورځې شروع او اخره په څه ښۀ عمل وکړي د هغۀ د هغې ورځې ګناهونه نۀ ليکلے کيږي.([14])  * د اِشراق او څاښت نـمونځ جَنَّت ته د داخليدو سبب دے. ([15]) *څوک چې د اِشراق او څاښت نـمونځ کوي هغۀ ته به پۀ جَنَّت کښې کور عطا کولے شي. ([16]) * چا چې د اِشراق څلور رکعتونه اوکړل ګويا هغۀ چې پۀ لَيلَةُ القَدر کښې 4 رکعتونه اوکړل. ([17]) * د څاښت دوه رکعتونه د وجود د ټولو اندامونو صدقه جوړيږي * د اِشراق او څاښت نـمونځ کولو سره حاجتونه پوره کيږي او پريشانۍ ختميږي.([18]) * د اِشراق او څاښت د نـمونځ کولو سره د مقبول حج او عمرې ثواب ميلاؤيږي.([19]) * د


 

اوابينو او څاښت پۀ نـمونځ باندې د پابندۍ  کوونکي ګناهونه معاف کولے شې . ([20])

د اِشراق، څاښت او د اوبينو د نـمونځ نۀ کولو نقصان

دا نـمونځونه نۀ کول د ډيرو فضيلتونو او ثوابونو نه د محرومۍ او د قيامت پۀ ورځ د ارمان سبب دے.

د اِشراق، څاښت او د اوابينو د عادت جوړولو طريقې

* د نفلونو پۀ فضيلتونو او ثوابونو باندې نظر ساتئ * د سحر د نـمونځ کولو نه پس د اِشراق او څاښت پورې هُم پۀ جومات کښې حاضر اوسئ او د الله پاک ذِکر، درود او سلام او پۀ اورادو او وظيفو وغيره کښې مشغول اوسئ * پۀ زړۀ کښې د نيکو حرص زيات کړئ *د الله پاک د عبادت نه د ورځې د شروع کولو او د ختمولو ذِهن جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټوله ورځ به مو د دې برکتونه نصيب کيږي.

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 34 د اوبينو او اِشراق او څاښت پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړۀ، نيت اوکړئ چې پۀ دې نيک عمل اختيارولو به روزانه د اوبين، اِشراق او څاښت نفلونه کوو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!   

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د فرض نمونځ نه پس والا دعا

اَللّٰھُمَّ اَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْکَ السَّلَامُ تَبَارَکْتَ یَا ذَاالْجَلَالِ وَالْاِکْرَام

ترجمه: اے اللہ تۀ سلامتي ورکوونکے يـې او هُم ستا له طرفه سلامتي ده، تۀ برکت والا يـې اے جلال او بزرګئ والا.([21])


 

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3) : آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8):آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10):آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اِصلاحي کتاب لوستلے؟ (13): آيا د اذان او د اِقامت جواب مو ورکړے؟ (14): آيا د غصې علاج مو کړے؟ (15): آيا خپله جائزه مو اخستې؟ (16): آيا د خپل نګران تابعداري مو کړې؟ (17): آيا پۀ تاسو او جي وئيلو سره مو خبرې کړي؟ (18): آيا پۀ مکـتبة الـمدينه بالغان کښې مو لوستلي، يا مو ښودلي؟ (19): آيا د ماسخوتن د جَمعې نه پس پۀ دوو ګينټو کښې کور ته رسيدلي يئ؟ (20) :آيا دوه ګينټې مو پۀ ديني کارونو باندې لګولي؟ (21): آيا د سحر د نـمونځ د پاره مو راپاڅول کړي؟ (22): آيا د نورو کورونو ته مو د کتلو نه ځان بچ کړے؟ (23): آيا پۀ کور کښې مو درس ورکړے؟ (24) : آيا د جومات درس مو ورکړے يا اوريدلے؟ (25): آيا د سُنَّت مطابق مو جامې اغوستې دي؟ (26): آيا د زلفو د پريښودو پۀ سُنَّت باندې مو عمل کړے؟ (27): آيا يو موټے ګيره مو پريښودې؟ (28) : آيا د ګناه کولو پۀ شکل کښې مو فوراً توبه کړې؟ (29): آيا


 

د سُنَّت مطابق مو خوراک کړے؟ (30): آيا مسلمانانو ته مو سلام کړے؟ (31) : آيا څۀ نا څۀ مو پۀ سُنَّتو باندې عمل کړے؟ (32): آيا د ماسپښين سنتِ قبلیه مو د فرضو نه مخکښې ادا کړي؟ (33): آيا تهجد يا صلوٰةِ اللیل مو ادا کړي؟ (34): آيا د اَوَّابِیْن یا اِشْرَاق او څاخت نـمونځ مو کړے؟ (35):آيا د مازديګر يا د ماسخوتن سُنتِ قبليه مو ادا کړي؟ (36): آيا پۀ 12 دیني کارونو کښې مو د يو ديني کار ترغيب ورکړے؟ (37) : آيا د نورو نه غوښتلے شوي څيزونه خو مو اِستعمال کړي نۀ دي؟ (38): آيا د دروغو، غيبت او چغلۍ نه مو ځان ساتلے؟ (39): آيا د څۀ وخت د پاره مو مَدَني چينل کتلے؟ (40): آيا ذاتي دوستي خو مو نۀ ده کړې؟ (41): آيا پۀ وخت باندې مو قرض ادا کړے؟ (42): آيا د عاجزۍ داسې الفاظ خو مو نۀ دي وئيلي کوم چې زړۀ نۀ دي منلي؟ (43): آيا د صفايۍ او سليقې خيال مو ساتلے؟ (44):آيا د مسلمانانو د عيبونو پرده مو ساتلې؟ (45): آيا د سحر د نـمونځ نه پس مو د تفسير اوريدو /بيانولو پۀ حلقه کښې شرکت کړے؟ (46): آيا د څۀ نا څۀ جائز کار نه مو مخکښې بِسْمِ اللہ وئيلې؟ (47): آيا چوک درس مو ورکړے يا اوريدلے؟ (48): آيا مور پلار او پير او مرشد ته مو ايصالِ ثواب کړے؟ (49): آيا د اِسْرَاف نه مو ځان بچ کړے؟ (50): آيا د ټريفک د قوانينو پابندي مو کړې؟ (51): آيا د تنظيمي طريقې مطابق مو مسئله حل کړې؟ (52): آيا د ژبې د ګناهونو نه مو ځان بچ کړے؟ (53): آيا د فضول خبرو نه مو ځان بچ کړے؟ (54): آيا د ټوقو ټقالو، خندا، زړۀ ازارولو او پۀ کړس خندا نه مو ځان ساتلے؟ (55): آيا عمامه شريف مو پۀ سر کړې؟ (56): آيا د مور پلار اَدَب مو کړے؟

د قُفلِ مدینه کارکردګي

* پۀ ليکلو خبرې کول 12 کرته * پۀ اِشاره باندې خبرې کول 12 کرته * پۀ سترګو کښې د سترګو اچولو بغير خبرې 12 کرته.


 

هفته وار 9 نیک اعمال

(57): آيا د اِسلامي خوئيندو هفته وارې اِجتماع ته مو څوک اِسلامي خور د کور نه ليږلې؟ (58): آيا هفته واره مَدَني مُذاکَرَه مو کتلې يا اوريدلې؟ (59): آيا پۀ هفته واره اِجتماع کښې مو د اول نه تر اخره پورې شرکت کړے؟ (60): آيا یومِ تعطیل اِعْتِکَاف مو کړے؟ (61): آيا د مریض یا غم زپلي تپوس يا غم خوري او د چا پۀ وفات کيدو مو لاس نيوه [يعنې تعزيت] کړے؟ (62): آيا پۀ هفته کښې مو پۀ يوه ورځ کښې روژه نيولې؟ (63): آيا هفته واره رساله مو لوستلې يا اوريدلې؟ (64): آيا علاقائي دوره مو کړې؟ (65): آيا مخکښې راتلونکي او اوس د نۀ راتلونکو اِسلامي وروڼو مو د ديني ماحول سره تړون پيدا کړو؟



[1]... جمع الجوامع، جلد:7، صفحہ:199، حدیث:22352۔

[2]... نیک اعمال ، صفحہ:10۔

[3]... مرقاۃ المفاتیح ، کتاب الصلاۃ ، باب الصلاہ الضحیٰ ، صفحہ:351۔

[4]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:676۔

[5]... فتاوی اہلسنت ، فتوی نمبر : WAT-1091۔

[6]...مرآۃ المناجیح ،جلد:2،صفحہ:226۔

[7]... تفسیر کبیر ، پارہ:23، صورۃ الصٓ، تحت الآیۃ :18، جلد:9، صفحہ:375۔

[8]... سنن ابن ماجہ ، ابواب  اقامۃ لصلوات ...الخ ، باب ماجاء فی الست رکعات بعد المغرب ، صفحہ:189 حدیث :1167۔

[9]...مرآۃ المناجیح ،جلد:2،صفحہ:226۔

[10]... سنن ترمذی ، ابواب الوتر ، باب ماجاء فی صلاۃ الضحیٰ، صفحہ:142، حدیث:475 ۔

[11]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:675۔

[12]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:666۔

[13]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:3، صفحہ:454، ملخصًا۔

[14]...الجامع الصغیر ،صفحہ:513،حدیث :8423۔

[15]... الجامع الصغير ، حديث :2323۔

[16]... الجامع الصغير ، حديث :8800۔

[17]... مشكاة المصابیح ، کتاب الآداب ، باب المصافحۃ والمعانقۃ، حدیث:4694۔

[18]... سنن ترمذی ، ابواب الوتر ، باب ماجاء فی صلاۃ الضحیٰ، صفحہ:142، حدیث:475 ، ماخوذاً۔

[19]... سنن ترمذی ، ابواب السفر  ، باب ذکر مایستحب من   الجلوس فی المسجد...الخ، صفحہ:171، حدیث:586 ۔

[20]... سنن ابن ماجہ ، ابواب  اقامۃ لصلوات ...الخ ، باب ماجاء فی صلاۃ الضحیٰ ، صفحہ:223 حدیث :1382۔

[21]...مسلم ،كتاب المساجد  ومواضع الصلاة ،باب استحباب الذكر بعد الصلاة ...الخ،صفحہ:217،حدیث :591۔