Book Name:Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna
د اِشراق، څاښت او اَوابينو د نـمونځ پۀ باره کښې احکام
(1): د اِشراق، څاښت ([1]) او اوابين نـمونځ مستحب دے. ([2]) (2): د نمر د راختو نه پس د 20 منټو پورې د اِشراق، څاښت يا بَل يو نـمونځ کول مکروه دي. ([3]) ځکه د اِشراق نـمونځ د نمر د راختو نه 20 منټه پس کوئ.
د اِشراق او څاښت او اوابينو د نـمونځ فضيلتونه او فائدې
* د الله پاک د عبادت نه ورځ شروع کيږي او ختميږي. د حدیث شريف مطابق څوک چې د ورځې شروع او اخره په څه ښۀ عمل وکړي د هغۀ د هغې ورځې ګناهونه نۀ ليکلے کيږي.([4]) * د اِشراق او څاښت نـمونځ جَنَّت ته د داخليدو سبب دے. ([5]) *څوک چې د اِشراق او څاښت نـمونځ کوي هغۀ ته به پۀ جَنَّت کښې کور عطا کولے شي. ([6]) * چا چې د اِشراق څلور رکعتونه اوکړل ګويا هغۀ چې پۀ لَيلَةُ القَدر کښې 4 رکعتونه اوکړل. ([7]) * د څاښت دوه رکعتونه د وجود د ټولو اندامونو صدقه جوړيږي * د اِشراق او څاښت نـمونځ کولو سره حاجتونه پوره کيږي او پريشانۍ ختميږي.([8]) * د اِشراق او څاښت د نـمونځ کولو سره د مقبول حج او عمرې ثواب ميلاؤيږي.([9]) * د
[1]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:675۔
[2]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:4، صفحہ:666۔
[3]... بہارِ شریعت ، جلد:1، حصہ:3، صفحہ:454، ملخصًا۔
[4]...الجامع الصغیر ،صفحہ:513،حدیث :8423۔
[5]... الجامع الصغير ، حديث :2323۔
[6]... الجامع الصغير ، حديث :8800۔
[7]... مشكاة المصابیح ، کتاب الآداب ، باب المصافحۃ والمعانقۃ، حدیث:4694۔
[8]... سنن ترمذی ، ابواب الوتر ، باب ماجاء فی صلاۃ الضحیٰ، صفحہ:142، حدیث:475 ، ماخوذاً۔
[9]... سنن ترمذی ، ابواب السفر ، باب ذکر مایستحب من الجلوس فی المسجد...الخ، صفحہ:171، حدیث:586 ۔