Book Name:Awabeen o Ishraq o Chasht Parhna
* پۀ دې آيت کښې بيان کړے شوي دي چې الله پاک غرونه د حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام تابع کړل، کله چې به حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام د نمر د راختو او پريوتو پۀ وخت نمونځ ادا کولو نو غرونو به ورسره هم نمونځ کولو * حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام به صلوٰة الضحیٰ (د اِشراق او څاښت نـمونځ) ادا کولو. ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
د اَوَّابينو پۀ باره کښې خوږ آقا مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د ماښام د نـمونځ نه پس شپږ رکعتونه داسې ادا کړي چې د هغې پۀ مينځ کښې څۀ بده خبره اونکړي نو دا 6 رکعتونه به د 12 کالو د عبادت برابر شي. ([2])
مختصر شرح: یاد ساتئ چې په دې حدیث شريف کښې د 12 کالو د عبادت برابر کيدلو مراد دا دے چې د دې 6 رکعتونو کولو سره به د 12 کالو د عبادت ثواب حاصليږي، دا مطلب بالکل نۀ دے چې دا 6 رکعتونه به د 12 کالو د فرائضو او واجباتو متبادل شي او مَعاذَ اللہ! 12 کاله پورې دې د نمونځونو نه بې پرواه شي. ([3])
د صلوٰة الضحیٰ (اشراق او څاښت) پۀ باره کښې خوږ آقا مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک اِرشاد فرمائي: اے ابن آدمه! تۀ زما د پاره د ورځې پۀ شروع کښې (صلاة الضحي يعنې د اِشراق او څاښت) څلور رکعتونه کوه، زۀ به د ورځې د اخره پورې ستا د پاره کافي يم، يعنې ستا حاجتونه به پوره کووم او پريشانۍ به ختمووم. ([4])