Tahajud Parhna

Book Name:Tahajud Parhna

زياتوئ! د چا پۀ زړۀ کښې چې د نيکو حرص وي د هغۀ د پاره د شپې د نـمونځ کولو د پاره راپاڅيدل اسان وي * د شپې د ماسخوتن د نـمونځ نه پس د زر اودۀ کيدو معمول جوړ کړئ! د فضول خبرو، بے ځايه د موبائل استعمال او پۀ بيکاره کارونو کښې د مصروفه کيدو پۀ ځائے زر اودۀ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دې سره به د تَهَجُّدو د پاره زر راپاڅيدل اسان شي * د تَهَجُّدو د پاره د راپاڅيدو اسباب جوړ کړئ مثلاً: الارم (Alarm) ولګوئ! څوک چې د تَهَجُّدو پۀ وخت راپاڅي، هغۀ ته ووايئ چې ما هم راپاڅوئ * قيلوله کوئ! د ماسپښين لږ ارام کولو ته قيلوله وئيلے شي. قيلوله مستحب ده، د شپې د راپاڅيدو چې کوم ستړے والے وي هغه د قيلولې سره ختميږي. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: قيلوله اوکړئ او د شپې پۀ قيام باندې مرسته حاصله کړئ...! ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 33 د تَهَجُّدو کولو پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړۀ، نيت اوکړئ چې پۀ دې نيک عمل اختيارولو به هره شپه تَهَجُّد کوو.   

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د خوب نه د راپاڅيدو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْٓ اَحْیَانَا بَعْدَ مَآ اَمَاتَنَا وَاِلَیْہِ النُّشُوْر

ترجمه: ټول تعريفونه الله پاک لره دي کوم چې مونږ ته د مرګ (خوب) نه پس ژوند (بيداري) راعطا کړه او مونږ له د هغۀ طرف ته ګرځيدل دي. ([2])


 

 



[1]...سنن ابن ماجہ :کتاب الصیام ،باب ما جاء فی سحور ،صفحہ:671،حدیث ؛1693 ۔

[2]... بخاری ،کتاب الدعوات ،باب وضع الید الیمنی  تحت الخد الایمن ،صفحہ:1560،حدیث: 6314۔