Tahajud Parhna

Book Name:Tahajud Parhna

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه.

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د د تَهَجُّد کولو پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي او د خوب نه د راپاڅيدو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي. پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به پۀ خلقو کښې ما ته د ټولو نه نزدې هغه وي چا چې پۀ دُنيا کښې پۀ ما باندې زيات دُرُودِ پاک لوستلے وي. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

تَهَجُّد کول

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د خپلې اِصلاح د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله عطا کړې ده د پاره د دې چې مونږ د سوالونو پۀ ذريعه خپله جائزه واخلو او د خپلې اِصلاح کوشش اوکړو، نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه نيک عمل نمبر: 33 پۀ باره کښې زده کوو.

نيک عمل نمبر 33: آيا نن تاسو د تَهَجُّدو نـمونځ کړے دے؟  يا د شپې د نۀ اودۀکيدو شکل کښې مو صلوٰة اليل اداکړي دي؟


 

 



[1]... ترمذی، ابواب الوتر، باب ماجاء فی فضل الصلاۃ علی النبی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، صفحہ:144، حدیث:484۔