Book Name:Tahajud Parhna
هغۀ د رحمت پۀ اُميد کولو هغه يادوي. ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
آيا زۀ تاسو ته د نيکۍ دروازه اونۀ ښايم؟ او اوئې فرمائيل: (1): روژه ډال دے (2): صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبۀ وور او (3): د بنده د نيمې شپې قيام کول يعنې د تَهَجُّدو نـمونځ کول. ([2]) د يو حديثِ پاک مطابق د فرض نـمونځ نه پس د ټولو نه افضل نـمونځ تَهَجُّد دے. ([3])
د تَهَجُّدو د نـمونځ پۀ باره کښې احکام
(1): پۀ نفل نـمونځونو کښې د ټولو نه افضل د تَهَجُّدو نـمونځ دے. ([4]) (2): د تَهَجُّدو د نـمونځ د پاره د ماسخوتن نـمونځ کول او اودۀ کيدل يا کم از کم پرکالي شرط دے. ([5]) (3): د ماسخوتن د نـمونځ کولو نه پس چې کله هم اودۀ شې د هٰغه وخت نه د تَهَجُّدو وخت شروع کيږي او د سحر پۀ شروع کيدو ختميږي خو د شپې پۀ اخرۍ حصه کښې تَهَجُّد کول بهتر دي ([6]) ولې چي د شپې پۀ اخرۍ حصه کښې د الله پاک رحمتونه او د هغۀ رضا بنده ته ډيره نزدې وي. (4): افضل دا دي چې 8 رکعته تَهَجُّد اوکړے شي، 4 رکعتونه کول درميانه درجه ده البته کم نۀ کم د تَهَجُّدو 2 رکعتونه دي. ([7]) (5): د تَهَجُّدو کولو نه پس لږ اودۀ کيدل يا سملاستل سُنَّت دي. ([8]) خو ياد ساتئ چې پۀ دې سره د سحر جَمعه قضا نۀ شي که د چا
[1]... جلالین مع حاشیہ صاوی ، پارہ:21، سورۃ السجدہ، تحت الآیۃ:16، جلد:3، صفحہ:21، ملخصاً ۔
[2]... سنن ابن ماجہ ، کتاب الفتن ، باب کف اللسان فی الفتن ، صفحہ:640، حدیث :3973۔
[3]... مسلم، کتا ب الصیام، با ب فضل صوم المحرم، صفحہ:424، حدیث:1163۔
[4]... فتاوی رضویہ ، جلد:7، صفحہ:400، بتغیر قلیل ۔
[5]... فتاوی رضویہ ، جلد:7، صفحہ:409، ملخصًا ۔
[6]... فتاویٰ امجدیہ ، جلد 1 ، صفحہ 243 ،بتغیر قلیل ۔
[7]... رد المحتار علی درالمختار ، جلد:2، صفحہ:567 ۔
[8]... مرآۃ المناجیح ، جلد:2، صفحہ:233۔