Tahajud Parhna

Book Name:Tahajud Parhna

غالب ګمان وي چې اودۀ به شي نو د سحر جَمعه به قضا شي نو هغه دې بيخي نۀ اودۀ کيږي (6): د تَهَجُّدو د نـمونځ د پاره د جَمعې پريښودل ناجائزه او ګناه ده. مثلاً: د تَهَجُّدو نـمونځ کول او اودۀ کيدل چې د سحر نـمونځ قضا شي، دغه شان بعضې خلق د ورځې ارام کوي، که پۀ دې ارام کولو د ماسپښين جَمعه قضا کيږي نو نا جائزه او ګناه ده. ([1])

د تَهَجُّدو د نـمونځ فضيلتونه او فائدې

* د تَهَجُّدو نـمونځ کول د الله پاک د رضا سبب دے * د تَهَجُّدو نـمونځ کول د الله پاک د خوښو بندګانو طريقه ده. * د تَهَجُّدو نـمونځ کول د الله پاک د قُرب ذريعه ده. * د تَهَجُّدو نـمونځ کول د بخښنې ذريعه ده * د تَهَجُّدو نـمونځ کولو سره د ګناهونو عادت پريښودے کيږي * د تَهَجُّدو نـمونځ کولو والؤ د پاره پۀ جَنَّت کښې داسې بالاخانې دي د کومو د دننه نه چې بهر او د بهر نه دننه پۀ نظر راځي. ([2])* د تَهَجُّدو نـمونځ کولو والؤ ته د اُمت بهترين خلق فرمائيلے شوي دي ([3]) * د تَهَجُّدو نـمونځ کولو سره د انسان مخ نوراني کيږي. 

د تَهَجُّدو نـمونځ نۀ کولو نقصان

د تَهَجُّدو نـمونځ نۀ کول د ډيرو فضيلتونو او ثوابونو نه د محرومۍ سبب دے. د حديثِ پاک مطابق: د شپې ډير مۀ اودۀ کيږئ...! د شپې ډير اودۀ کيدونکے به د قيامت پۀ ورځ فقير وي. ([4])

د تَهَجُّدو د نـمونځ کولو د پاره

* د تَهَجُّدو پۀ فضيلتونو او ثوابونو باندې نظر ساتئ * پۀ زړۀ کښې د نيکو حرص


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ ، جلد:7، صفحہ:81 ، مفصلاً۔

[2]... تفسیر صراط الجنان ، پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل ، تحت الآیۃ :79، صفحہ:497ـ498۔

[3]... الترغیب الترہیب ، کتاب النوافل ، باب الترغیب فی قیام اللیل ،صفحہ:208، حدیث :27۔

[4]... الترغیب الترہیب ، کتاب النوافل ، باب الترہیب من نوم الانسان ...الخ، صفحہ:214، حدیث :5۔