Book Name:Tahajud Parhna
تَهَجُّد څۀ ته وئيلے شي
د ماسخوتن د نـمونځ نه پس د سحر کيدو نه مخکښې د خوب نه پۀ راپاڅيدو کيدونکي نـمونځ ته د تَهَجُّدو نـمونځ وئيلے کيږي. ([1])
وضاحت: د شپې دوه قِسمه نفلونه کولےشي (1): د ماسخوتن د نـمونځ کولو نه پس بغير د اودۀ کيدو نه نفلونو کولو ته صلوٰۃُ اليل (د شپې نـمونځ) وئيلے شي (2): د ماسخوتن د نـمونځ نه پس لږ اودۀ کيدل او د سحر کيدو نه مخکښې راپاڅيدل او نفلونه کول، دې ته تَهَجُّد وئيلے شي. د تَهَجُّدو د پاره د ماسخوتن د نـمونځ کولو نه پس اودۀ کيدل ضروري دي * که اودۀ نۀ شو نو د شپې چې کوم نفلونه کوي هغه تَهَجُّد نۀ بلکې صلوٰة اليل (د شپې نـمونځ) دے * دغه شان د ماسخوتن د نـمونځ کولو نه بغير د شپې راپاڅيدل او نـمونځ کول هم تَهَجُّد نۀ دي. ([2])
الله پاک فرمائي:
تَتَجَافٰى جُنُوْبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَّ طَمَعًا٘ (پارہ :21، السجده:16)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د هغوئي ډډې د هغوئي د بسترو نه جدا اوسي او هغوئي پۀ ويره او پۀ اُميد خپل رَبّ يادوي.
پۀ دې آيت مبارک کښې د ايمان والؤ صفتونه بيانولے شي: * هغوئي د شپې د خوب او بسترو پۀ پريښودو د تَهَجُّدو نـمونځ ادا کوي * د الله پاک د عذاب نه ويريږي او * د