Gussay Par Kabo Karna

Book Name:Gussay Par Kabo Karna

دې نيک عمل اختيارولو به نۀ غصه کيږو. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!  

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د غصې راتللو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا

اَللّٰھُمَّ  اغْفِرْ لِیْ ذَنْبِیْ، وَاَذْهِبْ غَيْظَ قَلْبِیْ،وَاَجِرْنِیْ مِنَ الشَّيْطَان

ترجمه: اے الله! زما ګناهونه معاف کړې او زما د زړۀ نه غصه ختمه کړې او ما ته د شيطان نه نجات راعطا کړې. ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3) :آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10): آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اِصلاحي کتاب لوستلے؟ (13): آيا د اذان او د اِقامت جواب مو ورکړے؟ (14): آيا د غصې علاج مو کړے؟ (15): آيا خپله جائزه مو اخستې؟ (16): آيا د خپل نګران تابعداري مو


 

 



[1]... عمل الیوم ولیلۃ لابن السنی، صفحہ؛203۔