Book Name:Gussay Par Kabo Karna
د الله پاک خوښ عمل دے. ([1]) ٭ د غصې قابو کولو والا د پاره جَنَّت دے. ٭ د غصې قابو کولو والا د الله پاک رضا نصيب کيږي ٭ د غصې قابو کولو والا د الله پاک رحمت پټوي ٭ د غصې قابو کولو والا به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک د عذاب نه محفوظ وي ٭ د غصې قابو کولو والا زړۀ الله پاک د سکون او د اِيمان نه ډکوي. ([2]) ٭ د غصې قابو کولو والا د کور ماحول صحيح پاتې کيږي او ٭ رشتې مضبوطيږي ٭ خلق ورته رانزدې کيږي ٭ د غصې قابو کولو سره پۀ خپل مينځ کښې محبت زياتيږي.
٭ کله چې غصه درشي نو ٭ اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْم لولئ! ٭ لَاحَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّا بِاللہ لولئ! ٭ اودس کوئ! ٭ که ولاړ يـۍ نو کښينۍ! که ناست يـۍ نو څملئ! ٭ چا ته چې غصه درځي د هغۀ د مخې نه لرې شئ! ٭ د غصې قابو کولو او معاف کولو فضيلتونه پۀ ذِهن کښې ساتئ! ٭ د غصې تباهۍ پۀ ذِهن کښې ساتئ چې عام طور د غصې پۀ وجه مرګ ژوبله، پۀ خپل مينځ کښې نفرتونه، د خوئيندو وروڼو ترمينځه جدائي، تعلق پريښودل وغيره کيږي. ٭ کله چې غصه درشي نو خاموشه شئ ځکه چې د غصې پۀ حالت کښې څۀ نا څۀ داسې خبره پۀ خُله راځي د کومې پۀ وجه چې غصه نوره هم زياته شي او وروستو بيا د شرم سره مخ کيدل وي ٭ پۀ غصه کښې که چغو وهلو ته مو زړۀ کيږي نو د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ حُضُور کښې حاضري راياده کړئ! ٭ مثبت سوچ پيدا کړئ! منفي سوچ او بد ګمانۍ د غصې سبب جوړيږي.
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 14 د غصې قابو کولو پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړه، راځئ چې نيت اوکړو چې کله هم غصه راشي نو پۀ