Gussay Par Kabo Karna

Book Name:Gussay Par Kabo Karna

د غصې پۀ باره کښې اَحکام

(1): پۀ غصه کښې ظلم او زياتے، د الله پاک نافرماني ګناه او دوزخ ته بوتلونکے کار دے (2): ياد ساتئ چې غصه پخپله بده نۀ ده بلکې که پۀ حَد کښې وي نو دې ته بهادري وئيلے شي. آؤ! پۀ غصه کښې د حد نه اوړيدل يا د حد نه کميدل بد دي. پۀ غصه کښې د حَد نه د اوړيدو حالتونه: ٭ پۀ غصه کښې ظلم کول ٭ وهل ټکول ٭ لوښي وغيره ماتول او نقصان کول وغيره. د غصې د حَد نه د کميدو حالتونه: ٭ دِيني غيرت نۀ پاتې کيدل ٭ دووثي مثلاً د ښځې، مور خور وغيره پۀ معامله کښې حيا نۀ کول ٭ ګناه ليدل او هغه بده نۀ ګڼل وغيره. ([1])

٭ غصه دوزخ ته د بوتللو سبب دے ٭ غصه د ډيرو ګناهونو سبب دے مثلاً د حسد، غيبت، کنځلو، تعلق پريښودو، د نورو بے عزتۍ کولو وغيره ٭ غصه اخلاق خرابوي ٭ غصه عزت ختموي ٭ غصه د کور ماحول خرابوي ٭ غصه اِنسان د شيطان د لوبو ګوډاګے جوړوي ٭ غصه ضد او سرکشي زياتوي ٭ غصه پۀ ښځه او خاؤند کښې جدائي راولي ٭ د غصې پۀ وجه د دماغي دورې (Brain Hemorrhage) يعنې د دماغو د رګونو شليدو، فالج او د زړۀ د دورې راتلو خطره زياتيږي ٭ د غصې پۀ وجه قوت مدافعت [يعنې د بيمارو مقابله کوونکے طاقت] کمزورے کيږي ٭ د غصې پۀ وجه پۀ وجود کښې تيزابي مادې (يعنې هارمونز) پيدا کيږي کوم چې د څرمنې د بيمارو سبب جوړيږي ٭ د غصې پۀ وجه عام طور د شرم سره مخ کيدل وي ٭ د غصې پۀ وجه د اِنسان عقل او د سوچ کولو صلاحيت کميږي ٭ د غصه ناک اِنسان نه خلق لرې تښتي. ([2])

د غصې قابو کولو فائدې او ثوابونه

٭ غصې قابو کولو والا الله پاک پۀ خپلو خوښو بندګانو کښې شاملوي ٭ غصه قابو کول


 

 



[1]... الحدیقۃ الندیۃ، جلد:1، صفحہ:99، ملخصًا۔

[2]... غصے کا علاج ، صفحہ:16ـ 18۔