Book Name:Gussay Par Kabo Karna
د طاقت لرلو باوجود د غصې نافذ کولو نه بچ کيدل کَظْمُ الْغَیْظ غصه څښل دي. ([1])
وضاحت: کله چې غصه راشي او د هغې د ظاهرولو مثلاً: د مخامخ کَس نه د بدلې اخستو، د رټلو وغيره طاقت هم وي نو د دې باوجود جوابي کاروائي نۀ کول غصه څښل دي.
آيت مبارک
الله پاک فرمائي:
الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ فِی السَّرَّآءِ وَ الضَّرَّآءِ وَ الْكٰظِمِیْنَ الْغَیْظَ وَ الْعَافِیْنَ عَنِ النَّاسِؕ-وَ اللّٰهُ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَۚ(۱۳۴) (پارہ :4، سورۀ آلِ عمران:134)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق چې پۀ فراخۍ او تنګدستۍ کښې د الله پۀ لاره کښې خرچ کوي او غصې څښلو والا او خلق معاف کوونکي دي او الله د نيکانو خلقو سره محبت کوي.
پۀ دې آيت مبارک کښې د پرهيزګارو خلقو 4 صفتونه بيان کړے شوي دي: (1): پۀ فراخۍ او تنګدستۍ دواړو حالتونو کښې د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کول (2): غصه څښل (3): خلق معاف کول (4): اِحسان کول. خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې پۀ چا کښې دا صفتونه وي الله پاک د هغوئي سره محبت فرمائي. ([2])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
مَنْ كَفَّ غَضَبَهُ كَفَّ اللهُ عَنْهٗ عَذَابَهٗ يَوْمَ الْقِيَامَةِ
ترجمه: څوک چې خپله غصه قابو کړي، الله پاک به د قيامت پۀ ورځ د هغۀ نه خپل عذاب ودروي. ([3])