Gussay Par Kabo Karna

Book Name:Gussay Par Kabo Karna

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه.

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمالو کښې د يو نيک عمل د غصې قابو کولو پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي او د غصې د راتللو  پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي. پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: فرض حج کوئ، بے شکه د دې اَجر پۀ 20 غزاګانو کښې د شرکت کولو نه زيات دے او پۀ ما باندې يو ځل دُرُودِ پاک لوستل د دې (فرض حج) برابر دے. ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                       صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

غصه قابو کول

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د خپلې اِصلاح د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله راعطا کړې ده د پاره د دې چې مونږ د سوالونو پۀ ذريعه خپله جائزه واخلو او د خپلې اِصلاح کوشش اوکړو، نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه نيک عمل نمبر: 14 پۀ باره کښې زدکړه کوو.

نيک عمل نمبر 14: آيا نن تاسو (پۀ کور کښې يا بهر) چا ته د غصې راتللو پۀ شکل کښې پۀ چپ پاتې کيدو د غصې عِلاج کړے يا مو غصه ويستې ده ؟ ([2])


 

 



[1]... مسند الفردوس ، جلد:2، صفحہ:130، حدیث :2662۔                  

[2]...72 نیک اعمال ، صفحہ:4۔