Book Name:Musalman Ke 5 Huqooq
نن مونږ د مسلمانانو 3 حقوق زدکړل: (1): عِيَادَةُ الْمَرِيضِ د مريض پوښتنه کول (2):اِتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ د جنازې سره تلل (3): وَتَشْمِيْتُ الْعَاطِس او د پرنجي جواب ورکول.
د زدکړې او ښودنې په حلقو کښې يادولو دپارہ دُعا
د بيمار د پوښتنې په وخت کښې وئيلے کيدونکې دُعا:
لَابَأْسَ طَھُوْرٌ اِنْ شَآءَ اللّٰہ
ترجمه: هيڅ باک نشته نشته ان شآء الله! دا بيماري د ګناهونو نه پاکوونکې ده. ([1])
د اجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)
د روزانې 56 نیک اعمال:
(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي ؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3) : آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک ولوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3 آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلې يا اوريدلې؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلې؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلې ؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلې؟ (10): آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلې؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اصلاحي کتاب لوستلے؟ (13): آيا د اذان او د اقامت جواب مو ورکړے؟ (14): آيا د غصې علاج مو کړے؟ (15): آيا خپله