Book Name:Musalman Ke 5 Huqooq
ساتئ! د جنازې نمونځ فرضِ کفايه دے (يعنې که يو څو کسانو اوکړو نو د ټولو نه فرض ادا شو، او که هيچا هم اونه کړو نو چا چا ته چې خبر رسيدلے وو، ټول ګناهګار شول) ([1]) او تر ښخولو پورې ورسره پاتې کيدل افضل دي ([2]) ۞په حديث شريف کښې دي: *څوک چې د جنازې سره لاړو،د جنازې نمونځ يې اوکړو او تر ښخولو پورې ورسره پاتې شو، د هغه دپاره 2 قيراطه ثواب دے * او چا چې صرف د جنازې نمونځ اوکړو (تر ښخولو پورې ورسره پاتې نه شو) د هغه دپاره يو قيراط ثواب دے (وضاحت: يو قيراط د اُحد غر برابر دے) ([3])*په يو روايت کښې دي: د مؤمن د جنازې نمونځ کوونکي اوبخښلے شي. ([4])
دريم حق: تَشْمِيْتُ الْعَاطِس (د پرنجي جواب ورکول).
وضاحت: *که مسلمان پرنجے وکړي او الْحَمْدُ لِلهِ اووائي نو په اوريدونکي باندې په جواب کښې يَرْحَمُكَ اللهِ وئيل واجب دي *د پرنجي جواب فوراً او په دومره آواز کښې ورکول واجب دي چې پرنجے کوونکے يې واوري *صرف د وړومبي پرنجي جواب واجب دے که بيا پرنجے وکړي نو بيا جواب واجب نه دے بلکه مستحب دے. ([5])
د پرنجي د جواب ورکولو طريقه: څوک چې پرنجے وکړي هغه له پکار دي چې الْحَمْدُ لِلهِ اووائي، بهتره دا ده چې الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِین اووائي او اوريدونکې دې د هغې په جواب کښې داسې اووائي: يَرْحَمُكَ الله بيا دې پرنجے کوونکے اووائي: يَغْفِرُ اللهُ لَنَا وَلَكُم ([6])
[1]...بہارِ شریعت ،جلد:1،صفحہ:825۔
[2]...لمعات التنقیح ،جلد:4،صفحہ:9۔
[3]...مسلم ،کتاب الجنائز ،باب فضل الصلاۃ علی الجنازۃ واتباعہا،صفحہ:339،حدیث:945۔
[4]...شعب الایمان ،باب فی الصلاۃ علی من مات من اھل القبلۃ ،جلد:7،صفحہ:7،حدیث:9258۔
[5]... بہارِ شریعت ،جلد:3،صفحہ:476،حصہ:16،بتغیر قلیل ۔
[6]...بہارِ شریعت، جلد:3،صفحہ:477،حصہ:16،بتغیر قلیل ۔