Musalman Ke 5 Huqooq

Book Name:Musalman Ke 5 Huqooq

مريض پوښتنه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ سنت دے. ([1]) زمونږ محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هر غريب او مالدار د پوښتنې د پاره تشريف وړلو. ([2])

د مريض د پوښتنې فضائل:

 د رواياتو مطابق * [د مريض] پوښتنه کوونکي لره رحمت پټوي *70 زره فرښتې د هغه دپاره د بخښنې دُعا کوي([3]) *د هغه په هر قدم باندې يوه نيکي ليکلے کيږي *يوه ګناه ورانيږي [يعنې معاف کيږي] او *يوه درجه يې اوچتيږي. ([4])

د مريض پوښتنې يو څو آداب:

 *د الله پاک د رضا دپاره په سنت باندې د عمل کولو په نيت پوښتنه کوئ! *په مخ باندې د غم کيفيت راولئ! [يعنې چې خفه ښکارئ] *د اميد ورکولو خبرې کوئ! مثلًا که د بيمارۍ په فضائلو څه احاديث درته ياد وي نو هغه ورته بيان کړئ! د الله پاک د رحمت تذکره اوکړئ! *د ويرولو والا خبرې ورته هيڅ کله مه کوئ! *پوښتنه چې اوکړئ نو زر پاڅئ! د پاره د دې چې مريض آرام اوکړے شي *د مريض دپاره دُعا اوکړئ! او په هغه باندې هم د ځان دپاره دُعا اوکړئ ځکه چې د مريض دُعا قبليږي *د مريض د پوښتنې په وخت دا دُعا لوستل سنت دي:

لَا بَأْسَ طَهُورٌ إِنْ شَآءَ الله

ترجمه: د فکر خبره نه ده، إِنْ شَآءَ الله ګناهونه به دې اووينځلې شي.

دويم حق: اِتِّبَاعُ الْجَنَائِز (د جنازې سره تلل)

وضاحت: يعنې د مسلمان د جنازې نمونځ کول او د ښخولو دپاره ورسره تلل. ياد


 

 



[1]...بہار شریعت ،جلد:3،صفحہ:505،حصہ :16۔

[2]...بہار شریعت ،جلد:3،صفحہ:505،حصہ :16۔

[3]...ابن ماجہ،کتاب الجنائز ،باب ماجاء فی ثواب من عاد مریضا،صفحہ:234،حدیث:1442،ملخصًا۔

[4]...معجم اوسط،جلد: 3،صفحہ:222،حدیث :4396۔