Musalman Ke 5 Huqooq

Book Name:Musalman Ke 5 Huqooq

فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د قيامت په ورځ به بنده نمونځ، روژه، زکوٰة (او نورې نيکۍ) راوړي خو حال به يې دا وي چې هغه به چا ته کنځل کړې وي، په چا به يې الزام لګولے وي، د چا مال به يې خوړلے وي، د چا وينه به يې تويه کړې وي، يا به يې څوک وهلے وي، نو د هغه نيکۍ به (د ظلم په بدله کښې) مظلومانو ته ورکړے شي، که چرې د انصاف پوره کيدو نه مخکښې د هغه نيکۍ ختمې شوې نو د مظلومانو ګناهونه به د دې ظالم په سر واچولے شي او هغه به جهنم ته اوغورځولے شي. دا زما د امت مفلس (يعنې غريب) کس دے. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بندګانو د حقونو معامله ډيره سخته ده، د خلقو حقونه پوره کول لازمي دي، که په دنيا کښې پوره نه کړے شول نو په آخرت کښې به يې خامخا پوره کول وي. خير مو په دې کښې دے چې نن په دنيا کښې حقوق پوره کړے شي، ګنې د قيامت په ورځ به نيکۍ ورکول وي. الله پاک دې مونږ ته توفيق راکړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د مسلمانانو 3 حقونه

مسلمان که زمونږ خپلوان وي او که نه وي، پيژندګلو والا وي او که نه يـې پيژنو، څوک چې مسلمان وي، د هغه په مونږ باندې ډير حقوق دي، په کومو کښې چې به نن مونږ 3 حقونه د زده کولو سعادت حاصلوو.

وړومبې حق: عِیَادَۃُ الْمریضِ (د مريض پوښتنه کول)

وضاحت: د مريض پوښتنه کولو (يعنې د حال احوال تپوس کولو ته) عيادت دے. د


 

 



[1]...مسلم ،کتاب البر والصلۃ والآداب ،باب تحریم الظلم ،صفحہ:1000،حدیث:2581۔