Book Name:Musalman Ke 5 Huqooq
د 24 اپريل، 2025ء د زدکړې او ښودنې د حلقو جدول
(1): په مختلفو موضوعاتو مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا يادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه.
نن د زدکړې او ښودنې په حلقو کښې به د مسلمانانو 3 حقونه وړومبۍ برخه ښودلے شي او د بيمار د پوښتنې کولو په وخت کښې ويلې کيدونکې دُعا به يادولے شي.
په آخر کښې به د نيکو اعمالو د رسالې نه اجتماعي جائزه هم اخستلے کيږي. اِنْ شاۤء اللہُ الکَرِیْم!
فرمانِ آخر الزمان نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : د قيامت په ورځ به په خلقو کښې ما ته ټولو نه زيات نزدې هغه کس وي چا چې په دنيا کښې په ما باندې زيات درود پاک وئيلې وي. ([1])
صَــلُّــوْا عَـلَـی الْـحَــبِـيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مسلمانانو 3 حقونه وړومبۍ برخه
آيت مبارکه: الله پاک فرمائيلي دي:
اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَى الَّذِیْنَ یَظْلِمُوْنَ النَّاسَ (پارہ:25،الشوریٰ:42)
تَرْجمۂ کَنْزُالعِرْفان: نيول صرف د هٰغه خلقو دي کوم چې په خلقو باندې ظلم کوي.
د چا حق وهلو ته ظلم وائي. ([2]) مطلب دا دے چې ظالم ته به د ظلم سزا ورکولے شي، د هغه نيول به هم کيږي.