Book Name:Dil Ka Zang Door Karne Ka Tarika

اوګورئ! ټول قرآن د الله ذِکر دے خو په دې کښې خو چرته د الله ذات او صفتونه ذکر شوي دي، چرته د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونه او تعريفونه۔ ([1]) او د قرآنِ کريم تِلاوت بهترين ذِکر دے، معلومه شوه: دا ټولې خبرې په ذِکر کښې شاملې دي۔

بهر حال! دا ټول د الله د ذِکر شکلونه دي، کوشش کول پکار دي چې مونږ هر وخت په څه نا څه قِسم په ذِکر او فِکر کښې مصروف يو۔

غلام بادشاه جوړوونکے عمل

مشهور صُوفي بزرګ حضرت مولانا روم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

گَرْ تُوْ خَوَاہِی زِیْسْتَنْ بَاآبْرُوْ                                                             ذِکْرِ اُوْ کُنْ ذِکْرِ اُوُ کُنْ ذِکْرِ اُوُ

ہَرْ گَدَا رَا ذِکْرِ اُوْ سُلْطَاں کُنْدْ                                                            ذِکْرِ اُو بَس زَیْوَرِ اِیْمَاں بَوَد

ہَرْ کِہْ ِدیْوَانَہ بَوَدْ دَرْ ذِکْرِ حَقْ                                                  زِیْرِ پَائِشْ عَرْشْ وکُرْسِی نُہ طَبَق

مفهوم: که د عزّت ژوند تيرول غواړې نو د الله ذِکر کوه! د الله ذِکر کوه! د الله ذِکر کوه! د الله ذِکر سوالګيرے بادشاه جوړوي، خلاصه دا ده چې د الله ذِکر د ايمان کالے دے، څوک چې د الله په ذِکر کښې ديوانه شي، عرش او کُرسي او ټولې طبقې د هغه د خپو لاندې وي۔

الله پاک دې مونږ له د زيات ذِکر کولو توفيق راکړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:304 ملتقطًا۔