Book Name:Reham Dili Kesay Mili

په ځناورو هم رحم کول پکار دي۔ حُجَّةُ الاِسلام امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د قيامت په ورځ به يو کَس د الله پاک په دربار کښې وړاندې کړے شي، بنده به عرض اوکړي: یَا رَبِّی اِرْحَمْنِی اے زما رَبَّه! په ما باندې رحم اوکړه۔ الله پاک به اوفرمائي: آيا تا زما د رضا د پاره چرته په چا باندې رحم کړے وو؟ که چرې تا په دنيا کښې په يوه چنچړه باندې هم رحم کړے وي نو نن به زه په تا باندې رحم اوکړم۔ ([1])

 الله! الله! اے عاشقانِ رَسُول! دا څومره سبق ورکوونکے روايت دے، د قيامت په ورځ چې د کوم خوش قسمته د الله پاک رحمت نصيب شو، د هغه خو به مزې شي، يقيناً په چا چې رحمت را اووريږي، هغه به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د جنَّت حقدار ګرځولے شي او هغه رحمت به ميلاويږي څنګه؟ چا چې په دنيا کښې په چا باندې رحم کړے وي۔

آه! اوس حالات بدتره دي، خلق په بے زبانه ځناورو باندې داسې داسې ظلمونه کوي چې الامان والحفيظ! په سوشل ميډيا وغيره باندې په ځناورو باندې د ظلم داسې زړه بوږنيدونکې ويډيوګانې راځي چې يو ژوندي زړه والا انسان به ئې اونه ګوري۔ داسې بے رحمي او ظلم۔۔۔!! بَس الله پاک مو دې محفوظ کړي۔

مظلومه ځناور مُسَلَّط کيدے شي

د مکتبة المدينه د کتاب: جہنّم میں لے جانے والے اَعْمَال، په جلد: 2، صفحه: 323 نه 324 باندې دي: انسان که برناحقه يو څاروے اووهلو يا ئې هغه وږے تږے اوساتلو يا ئې د هغه د طاقت نه زيات کار واخستو نو د قيامت په ورځ به د هغه نه د هغې په مثال بدله اخستے شي کوم چې هغه په ځناور باندې ظلم اوکړو يا ئې هغه وږے اوساتلو۔ په دې باندې دا حديثِ پاک دلالت کوي: رحمتِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دوزخ کښې يوه زنانه په دې حال کښې اوليدله چې هغه رازوړنده ده او يوه پيشو د هغې مخ او سينه راشوکوي او هغې له هم هغسې عذاب ورکوي لکه څنګه چې هغې (زنانه) په دنيا کښې دا قيد کړې وه او د وږې ساتلو سره ئې هغې ته تکليف رسولے وو۔ ([2]) د دې روايت حکم د ټولو ځناورو په حق کښې عام دے۔

مرغو ئې په قبر شور جوړ کړو

امامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو کَس د مرغو سوداګر وو، هغه به مرغئ تړلې او ساتلې به ئې او هغوئي له به ئې تکليف ورکولو، کله چې هغه کَس مړ شو نو د هغه په جنازه باندې ډيرې زياتې مرغئ جمع شوې او هغوئي شور


 

 



[1]...سلوۃ العارفین، جلد:2، صفحہ:13۔

[2]...بخاری،کتاب المساقاۃ،باب فضل سقی الماء،صفحہ:610،حدیث:2364مفہوماً۔