Book Name:Reham Dili Kesay Mili

ډيره حيرانه کړم، ما د نبئ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې د دې زنانه د قربانئ ذِکر اوکړلو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک د دې (عمل) په وجه د دې زنانه د پاره جَنَّت واجب کړو۔ ([1])

 مَاشَآءَ اللہ! د قربانئ هم څه ښکلے شان دے! کاش چې مونږه هم د خپلې خوښې څيزونه قربانول زده کړو! د دې روايت نه دا هم معلومه شوه چې د لونړو سره نيک سلوک کول، خپل خوښ څيزونه په هغوئي قربانول ډير د فضيلت کار دے۔ الله پاک دې مونږه ټولو له توفيق راکړي، کاش! چې مونږه هم د بچو سره مينه کوونکي، خاص طور په لونړو باندې شفقت او مهربانئ کولو والا جوړ شو۔

آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن   صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

بیٹیاں تو رب کی رحمت ہوتی ہیں              یہ انعام خُدا کا، یہ تو نعمت ہوتی ہیں

ان سے آنگن گھر کا مہکے                      سارا گلشن ان سے چہکے

بابا کی یہ آنکھ کا تارا                          ماں کے دِل کی زینت ہوتی ہیں

بیٹیاں تو رب کی رحمت ہوتی ہیں              یہ انعام خُدا کا، یہ تو نعمت ہوتی ہیں

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د رحم دِلئ په باره کښې حديثونه مبارک

(1): د بخاري شريف حديثِ پاک دے، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَا يَرْحَمُ اللَّهُ مَنْ لاَ يَرْحَمُ النَّاسَ څوک چې په خلقو باندې رحم نه کوي الله پاک په هغه باندې رحم نه کوي۔ ([2]) (2): په يو حديثِ پاک کښې ئې اوفرمائيل: الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحْمٰن څوک چې رحم کولو والا دي، الله پاک په هغوئي باندې رحم کوي۔ ([3]) (3): رحمتِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَا تُنْزَعُ الرَّحْمَۃُ اِلّا مِنْ شَقِیٍّ رحمت نه ويستلے کيږي ولې د بد بخته (د زړه) نه۔ ([4])

په چرچنړه باندې د رحم کولو فضيلت

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ ته رحم دِله جوړيدل دي، صرف د انسانانو د پاره نه بلکه د ټول مخلوق د پاره،


 

 



[1]...مسلم، كتاب البر والصلة والآداب، باب فضل الاحسان الى البنات،صفحہ:1014، حدیث:2630۔

[2]...بخاری،کتابُ التوحید ،صفحہ:1782، حدیث:7376۔

[3]... ابو داؤد، کتاب الادب،باب الرحمۃ، صفحہ:774، حدیث:4941۔

[4]... ابو داؤد، کتاب الادب،باب الرحمۃ، صفحہ:774، حدیث:4942۔