Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

وَسَلَّم اوفرمائيل : دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.

)6( دُرُودِ شَفاعت

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے : څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي ، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)1( د يو زر ورځو نيكئ :

جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو.

)2( داسې ده لكه شبِ قدر ئې چې حاصل کړو

فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : چا چې دا دُعا درې ځله اولوستله نو لكه هغه چې شَبِ قَدر حاصل کړو.[4] راځئ چې مونږه هُم دا دُعا په شريكه اووائيو.


 

 



[1]… القول البدیع ، الباب الاول ، ص۱۲۵

[2]… الترغیب والترہیب ، کتاب الذکر و الدعاء ، ۲ / ۳۲۹ ، حدیث : ۳۰

[3]…  مجمع الزوائد ، کتاب الادعیۃ ، باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ ، ۱۰ / ۲۵۴ ، حدیث : ۱۷۳۰۵

[4]…  تاریخ ابنِ عساکر ، ۱۹ / ۱۵۵ ، حدیث : ۴۴۱۵