Book Name:Meraj K Mojzaat 27 Rajab 1442

دا دُرُود اووائيو.

)3( د رَحمت اويا دروازے :

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.

)4( د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ

حضرت اَحْمَد صَاوِی رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي : دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندې د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2] راځئ چې په شريكه ئې اُووائيو.

)5( قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ تر مينځه كښينولو ، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ


 

 



[1]… القول البدیع ، الباب الثانی ، ص۲۷۷

[2]… افضل الصلوات علی سید السادات ، الصلاۃ الثانیۃ والخمسون ، ص۱۴۹