Book Name:Achi Aur Buri Lalach

حق خبره پټوي). ([1])

د لالچ ځليدل

     د اَميرُ المُؤمِنين حضرت سَيِّدُنا عَلِـىُّ المُرتضٰـى رَضِیَ الله عَنْه فرمان دے : د لالچ ځليدل چې اُووِيني نو عقل اكثر وهل خوري. هُم د هغوئي فرمان دے : د سړو عقل شراب هم دومره نه خرابوي څومره ئې چې لالچ خرابوي. ([2])

د مال د حِرص وبال

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعي د لالچ څرک ليدلو سره  اکثر عقل  کار پريږي او دغسې لالچي كس په لالچ کښې راشي او د الله پاک د نافرمانئ كولو او د هغه د نيكو بندګانو د مخالَفَت كولو نه هم ډډه نه کوي او په لالچ کښې د راتلو په وجه خپل دِين هُم پريږدي او خپل آخرت خو هسې هُم برباد كړي ورسره ورسره په دُنيا کښې هم ذليل و رُسوا شي.

حِرص و ہوسِ بَد سے دل تُو بھی ستَم کر لے     تُو ہی نہیں بے گانہ دُنیا ہی پَرائی ہے([3])

  د شعر مختصر وضاحت : په دې شعر کښې اعلٰى حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل زړه ته مخاطب دے او فرمائي : اے زړه! د بد لالچ او حِرص سره چې څومره ظُلم كولے شې اوئې كړه ځكه چې صرف ته نا اشنا نه ئې بلكه ټوله دُنيا نا اشنا او پرَدئ ده او صرف په خپلو خواهشاتو پسې لګيدلي ده.


 

 



[1]    احیاء العلوم ، ۳ / ۱۰۲

[2]    المستطرف فی کل فن  مستظرف ، الباب العاشر : فی التوکل...الخ ، ص ١١٢

[3]    حدائق بخشش ، ص۱۹۳ مکتبۃ المدینہ کراچی