Book Name:Achi Aur Buri Lalach

      دغه شان حِرص هم درې قسمه دے : (1) ښه حِرص (2) بد حِرص (3) جائز حِرص ، خو كه په دې [جائز] حِرص کښې ښه نيت اوکړے شي نو دا حِرص به محمود (يعنې ښه) جوړ شي او كه بد نيت پکښې اوکړے شي نو مذموم (يعني بد) به شي. ([1])

      كه د الله پاك په رحمت او د هغه په توفيق سره لمُونځ ، روژه ، زكاة ، حج ، صدقه و خيرات ، تلاوت ، ذِكرُ الله ، دُرُودِ پاك ، د علمِ دِين حاصلولو ، صله رحمئ ، خيرخواهئ او د نيكئ د دعوت عام كولو او د نورو نيكو حِرص وي نو دا حِرص محمود (يعني ښه) دے۔ او كه د خوراك څښاك ، د زيات اوده كيدلو ، د حلال مال جمع كولو ، ځان له د ښكلي كور جوړولو ، د تحفے حاصلولو ، د ښكلي او ښه لباس اغوستلو او د نورو داسې كارونو حِرص وي نو دا حِرص مباح (يعني جائز) دے.

      خُدانخواسته كه څوک د نفس و شيطان په دوكه کښې راشي او د رشوت ، غلا ، بدنظرئ ، بدكارئ ، امرد پسندئ ، د خپل صِفَت اوريدلو ، د شهرت ، د فلمونه ډرامو كتلو ، د سندرو او سازونو اوريدلو ، د نشے ، جوارئ ، د غِيبَت ، تُهمَت ، د چُغلئ ، كنزلو كولو ، بدګمانئ ، د خلقو عيبونه لټولو او ښكاره كولو او د نورو ګناهونو حِرص لري نو داسې حِرص مذموم (يعني بد) دے.

مونږ له كوم حِرص اختيارول پكار دي؟

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حِرص درې واړه قسمونه زمونږ په وړاندې


 

 



[1]   حرص ، ص۱۳