Book Name:Imam Hussain Ki Ebadat

زمونږه حال دا دے چه بغير د څه شرعي وجهے خلق خفه كوو، قَصداً [يعني اِرادَتاً] خلقو ته تكليف وركوو، د خلقو غيبتونه كوو، ناحقه د خلقو حق وهو، خلقو ته كنزلے كوو، مونږه د خلقو نه د بدله اخستلو موقعے لټوو، لِهٰذا مونږ له پكار دي چه د دا بد عادتونه پريږدو او د خپلو مشرانو په لار روان شو، د معاف كولو، د حِلم و بُردبارئ، برداشت، عاجزئ و انكسارئ عادت جوړ كړو.

عاجزي اختيار كړئ

     د خَاتَمُ المُرْسَلِيْن، رَحْمَةٌ لِّلْعٰلَمِيْن صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: په صَدَقه وركولو مال نه كميږي او چه بنده د چا قصور مُعاف كړي نو الله تعالٰى به د هغه (يعني د مُعاف كوونكي) عِزَّت زياتوي او څوك چه د الله تعالٰى د پاره تَواضُع (يعني عاجِزي) اوكړي، الله تعالٰى به هغه ته اوچت والے وركړي. (صحيح مُسلِم ص١٣٩٨ حديث٢٥٨٨ دار ابنِ حزم بيروت)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                    جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا             جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا