Book Name:Shan-e-Farooq-e-Azam
كښيني (٢)څه چه ورته مخې ته كيښودے شي په هغے دِ خوشحاله شي، (داسې نه ده پكار چه اووائي: د دې نه ښه خوراك خو زه په خپل كور كښې كووم يا داسې قِسم نور الفاظ). (٣) د كوربه د اِجازت نه بغير دِ د هغه ځائے نه نه پاڅي. (٤) چه كله بيرته ځي نو د هغه د پاره دِ دُعا اوكړي. (عالمگیری،۵/۳۴۴) # كور يا طعام وغيره معاملاتو كښې هيڅ قِسم عيب مه را اوباسئ او مه د دروغو صفتونه كوئ. كوربه دِ هم د ميلمه نه داسې تپوسونه نه كوي چه هغه د دروغو وئيلو په خطره كښې پريوځي مثلاً زمونږ د كور پخلے څنګه وو؟ ستاسو خوښ شو كه نه؟ په داسې موقع باندے كه د هغه نه وي خوښ شوے نو د كوربه د زړه ساتلو د پاره به د هغه د كور د طعام د دروغو صفت اوكړي او ګنهګار به شي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په زرګاؤ سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د راروانے هفته وارې اجتماع د بیان جھلکیانې