Book Name:Jald Bazi Kay Nuqsanat

په خپلو سترګو ليدلي دي او په غوږونو مې اوريدلي دي چه د سلام په ځائے (خلق) كنزلي كوي. (ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت ، ص۴۵۰) كاش! چه هر مسلمان د سلام په اهميت پوهه شي او يو ځل بيا دا سُنَّت عام شي. د سلام د عظيم سُنَّت مُتَعَلِّق نور معلومات حاصلولو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت رساله  “ 101مدنی پھول “  او د مكتبة المَدينه كتاب  “ سنتیں اور آداب  “  اولولئ.

     (٢) د دې حكايت نه دويمه نكته دا حاصله شوه چه كه څوك مونږ زمونږ د عيبونو نه خبردار كړي، زمونږ كمزوري بيان كړي، زمونږه اصلاح اوكړي نو مونږ له د غصه كولو  او ضد كولو په ځائے د خپلے اصلاح كوشش كول پكار دي. افسوس! بعضې خلقو ته چه څوك څه نصيحت اوكړي نو هغه غُصَّه شي او وائي: يو خو ته هر وخت نصيحتونه كوے، يو دوه كتابونه دِ څه وئىلي دي چه بس اوس پته نشته چه ځان څه ګنړے، ياره زه په خپل ښه او بد پوهيږم، ستا د ښودنے ضرروت نشته، خپل كار كوه...... وغيره.

ناصِحا!  مت  کر  نصیحت  دل  مِرا  گھبرائے ہے

اُس  کو  دشمن  جانتا  ہوں  جو  مجھے سمجھائے  ہے

    د شعر مختصر وضاحت: يعني اے نصيحت كوونكيه ما ته نصيحت مه كوه، زما زړه تنګيږي او څوك چه را ته نصيحت كوي هغه خپل دشمن ګنړم.

        لِـهذا كه چرے يو مسلمان مونږ ته زمونږ عيب اوښائي، مونږ ته نصيحت اوكړي او ښو ښو نيتونو سره زمونږه اصلاح اوكړي نو مونږ ته هغه خپل دشمن نه بلكه مُحسِن ګنړل پكار دي د هغه شكريه ادا كول پكار دي، راځئ چه! په دې باره كښې د الله والؤ عمل اوګورو، چنانچه