Book Name:Jald Bazi Kay Nuqsanat

مِّنْ رَّبِّكُمْ (پ۴ ،اٰل عمرٰن : ۱۳۳)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان  :  او منډه كړئ د خپل رب د بخښنے په طرف)

او نه د دے آيت مُقَدَّسه خلاف دے.

(وَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْخَیْرٰتِؕ- (پ۴ ، اٰل عمرٰن : ۱۱۴)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان  :  او نيكو كارونو پسے منډے وهي)

ځكه چه هلته تادي كول يعنې ديني كارونو كښې نه ناوخته كول، يعني د زر ادا كولو تعريف دے او دلته په كار كښې بـے ځايه تادي كول چه [د هغے په وجه] كار وران شي د دے مُمَانعت دے، بعضے خلق په دوه منټه كښې څلور ركعاته ادا كوي دا عُجلت دے [يعني بـے ځايه تادي كول دي]، په نَفسِ عبادت كښې تادي كول [يعني يو عبادت شروع كولو نه پس د هغے نه ځان زر زر خلاصول] بد دي.

 (مرآۃ المناجیح ، ۶ / ۶۲۵)

     حضرت علامه  امام احمد اِبنِ حجر مکّی شافعي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي:  بـے ځايه تادي كول خو وي د شيطان له طرفه، خو هغه پخپله تادي نه كوي بلكه انسان داسې په قلاره قلاره په بدئ كښې اخته كوي چه پوهه هُم نه شي، خو چه كوم كس د عملي قدم اوچتولو نه مخكښې ښه غور و فِكر اوكړي نو هغه ته په هغه كار كښې بصيرت حاصل شي، لِهٰذا تر څو پورے چه په يو كار كښې بصيرت حاصل نه شي نو په هغے كښې تادي كول  نه دي پكار، سِوا د هغه كارونو نه كوم چه فوراً كول واجب وي او په هغے كښې د غور و فِكر ګنجائش نه وي.  (الزواجرعن اقتراف الکبائر ، ۱ / ۱۸۱)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په ګاډي چلولو او سړك باندې پوريوتلو كښې بـے ځايه تادي

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! زمونږ په ملك كښې ورځ په ورځ د ټريفك حادثے