Book Name:Jald Bazi Kay Nuqsanat

عرض اوكړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته ئې زده كړئ، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته اوفرمائيل: چه كله ته د لمَانځه د پاره پاڅے  نو اودس پوره كوه بيا كعبے ته مخ كړه، بيا تكبير اووايه، بيا چه څومره اسانه وي قرآن مجيد اولوله، بيا ركوع اوكړه تر دے چه په ركوع كښې مطمئن شے [يعني اطمينان سره ركوع اوكړے]، بيا پورته شه تر دے چه نيغ اودريږے، بيا سجده اوكړه تر دے چه په سجده كښې مطمئن شے [يعني اطمينان سره سجده اوكړے]، بيا پاڅه تر دے چه اطمينان سره كښينې، بيا سجده اوكړه تر دے چه په سجده كښې مطمئن شے، بيا پاڅه تر دے چه اطمينان سره كښينے، بيا خپل ټول لمُونځ كښې هُم داسې كوه.       (بخاری ، کتاب الاستئذان ،  باب من رد فقال :  علیک السلام ،  ۴ / ۲۷۱ ، حدیث : ۶۲۵۱)

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                    صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان شوي حكايت نه  څلور نكات حاصل شو:

     (١) اولنئ نكته دا ده چه پخوانو خلقو به د سلام په شان خوږ او ښكلي سُنَّت باندے عمل  كولو،  اګر كه هر څو ځله به ئې ملاقات اوشو خو هغوئي به سلام ضرور كولو. افسوس نن صبا د نورو سُنَّتونو په شان دا سُنَّت هُم په ختميدو ښكاري. نن صبا چه خلق يو بل سره ملاويږي نو د  اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ وئيلو په ځائے وائي  “ خه چارے، په خير راغلے، څنګه حال دے، هلكه پخير وغيره عجيبه عجيبه الفاظ استعمالوي، هم د غه شان بعضے خلق د لاس په اشاره سلام كوي او جواب هُم د لاس په اشاره وركوي ، دا ټول خلافِ سُنَّت دي.  د بعضو خلقو د بے باكئ خو دا حالت دے چه د ملاقات په وخت كښې د سلام كولو په ځائے كنزله كوي، څنګه چه اعلٰى حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي چه ما