Book Name:Ameer e Ahlesunnat Ki Naatia Shaeri
مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
تمہارا نام مصیبت میں جب لیا ہو گا ہمارا بگڑا ہوا کام بن گیا ہو گا([1])
بهر حال! هغوئي فرمائي: ما هم د شپې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت ليکل شروع کړو، د الله پاک پۀ کرم سره مې پۀ لږ وخت کښې پوره قصيده مبارکه وليکله، قصيده چې کله مکمل شوه نو زۀ اودۀ شوم، سترګې مې څۀ پټې شوې چې بخت مې رابيدار شو، خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړو۔
سرِ بالیں اُنہیں رَحْمت کی ادا لائی ہے حال بگڑا ہے تو بیمار کی بن آئی ہے([2])
هم پۀ خوب کښې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قصيدې مبارکې د لوستلو حکم اوکړو، ما ورته پوره قصيده ولوستله۔ د الله پاک حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاله شو او زما پۀ وجود باندې يـې خپل مبارک لاس راښکلو او ما ته يـې خپل څادر راعطا کړو، فرمائي: کله چې زۀ د خوب نه رابيدار شوم نو زما د وجود نه فالج لرې شوے وو۔([3])
مُحَمَّد کا لطف و عطا اللہ! اللہ! مری رُوح و دِل پر ہُوا اللہ! اللہ!
مُحَمَّد مُحَمَّد وظیفہ ہے میرا مُحَمَّد کی ہر دَم نِدا اللہ! اللہ!
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد