Book Name:Zaban Ki Hifazat
حفاظت سره حکمت او دانائي عطا کيږي * د ژبې حفاظت بغير د محنت او خوارۍ نه عبادت دے * د ژبې حفاظت پۀ عزت او وقار کښې د زياتوالي سبب دے۔([1])
د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو نقصانونه
* د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو سره وخت ضائع کيږي * د ګناهونو نه ډکې خبرې کول دوزخ ته د بوتللو سبب دے * د ګناهونو نه ډکې خبرې کول د جهالت نخښه ده * د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو سره عزت او وقار ختميږي * د ګناهونو نه ډکې خبرې کول د جنګ جګړو او د فساد سبب دے * د ګناهونو نه ډکې خبرې کول د ذلت او رسوايۍ سبب دے * د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو سره پۀ زړونو کښې نفرتونه او دښمنۍ پيدا کيږي * د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو سره به پوره اعمال نامه د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کول او د ټول مخلوق پۀ مخکښې لوستل وي * د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو پۀ وجه به د قيامت پۀ ورځ اِنسان د شرم او پښيمانتيا سره مخ وي۔([2])
د فضول او د ګناهونو نه د ډکو خبرو کولو نه د بچ کيدو طريقې
* د خبرو کولو نه مخکښې د سوچ کولو عادت جوړ کړئ يعنې د هرې خبرې د کولو نه مخکښې ښه ډير غور اوکړئ چې زما دا خبرې چرته فضول يا د ګناهونو نه ډکې خو نۀ دي؟ * دغه شان د خبرو کولو نه پس د هغې جائزه اخلئ! مثلاً پۀ خپله هره خبره باندې غور کوئ او پۀ زړۀ زړۀ کښې د ځان نه پوښتنه اوکړئ چې فلانکۍ خبرې مې ولې اوکړې؟ آيا د هغې ضرورت وو؟ * داسې محفل ته د تللو نه ډډه اوکړئ چرته چې فضول او د ګناهونو نه ډکې خبرې کيږي * که فضول يا د ګناهونو نه ډکه خبره د خُلې نه ووځي نو فوراً توبه وکړئ، د الله پاک په ذِکر کښې مشغول شئ او پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُودِ پاک لولئ! * روزانه څۀ نا څۀ پۀ ليکلو يا پۀ اِشاره باندې د خبرو کولو عادت جوړ کړئ۔