Book Name:Zaban Ki Hifazat
اِختيارولو پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې کامياب شو، نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر 52 پۀ باره کښې زده کوو۔ نيک عمل نمبر 52 څۀ دے: آيا نن تاسو ژبه د ګناهونو (يعنې د تورونو لګولو، د زړۀ ازارۍ، کنځولو وغيره) نه بچ کړه؟
د ژبې د ګناهونو نه د بچ کولو مطلب
ژبه د ګناهونو نه د ډکو خبرو نه بچ کولو ته ژبه د ګناهونو نه بچ کول وئيلے شي۔
وضاحت: خبرې پۀ څلور قِسمه دي: (1): مکمل فائده مندې پۀ کومو کښې چې هيڅ قِسمه نقصان نۀ وي مثلاً: * د نيکۍ حکم کول * د ګناهونو نه منع کول * د مکے مکرمې، مدينے منورې خبرې کول وغيره (2): مکمل د نقصان خبرې پۀ کومو کښې چې هيڅ څۀ فائده نۀ وي۔ مثلاً * دروغ * غيبت * چغلي * الزام لګول * کنځلې کول وغيره (3): داسې خبرې کول کومې چې د نقصان والا هم وي او فائده مندې هم (4): داسې خبرې د کومو چې نۀ فائده وي او نۀ نقصان۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې پۀ دې کښې صرف د وړومبي قِسم والا خبرې کومې چې مکمل فائده مندې دي، د هغې نه علاوه د نورو هر قِسمه خبرو کولو نه بچ کيدل پکار دي۔
الله پاک فرمائي:
مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ(۱۸) (پارہ :26، سورۀ ق:18)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغه د ژبې نه يوه خبره هم نۀ اوباسي خو دا چې يوه محافظه فرښته هغه ته تياره ناسته وي۔