Book Name:Zaban Ki Hifazat
* پۀ دې آيت کښې بيان کړے شو چې اِنسان چې کومې خبرې هم کوي کراماً کاتِبِين هغه پۀ اعمال نامه کښې ليکي او د قيامت پۀ ورځ به اعمال نامه پۀ لوستلو بيانول وي * لږ غور اوکړئ چې د قيامت پۀ ورځ به زمکه د اوسپنې وي او نمر به وور وروي، د ډيرې ګرمۍ نه به ژبه بهر راوتې وي، پۀ داسې حالت کښې به د فضول او د ګناهونو نه د ډکو خبرو اعمال نامه لوستل او بيانول څومره ګران وي، الله پاک دې مونږه د فضول او د ګناهونو نه د ډکو خبرو نه محفوظ وساتي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
* اِنسان د خپلې ژبې نه غلطه خبره اوباسي او د هغې د حققيت نه خبر نۀ وي (يعنې هغه معمولي ګڼي) حالانکې الله پاک د هٰغه (بدې خبرې) پۀ وجه د قيامته پورې د هٰغه اِنسان د پاره خپله ناراضګي ليکي۔ ([1])
د نا جائزه او فضول خبرو کولو پۀ باره کښې احکام
(1): د ګناهونو نه ډکې خبرې کول ناجائزه او ګناه او دوزخ ته بوتلونکے کار دے مثلاً: * دروغ * غيبت * چغلي * الزام لګول * فحش خبرې کول * لعنت وئيل* کنځلې کول * پۀ غلط نوم سره رابلل وغيره (1): فضول خبرې (داسې خبرې کول پۀ کومو کښې چې نۀ د دُنيا فائده وي او نۀ د دِين) مکروه دي مثلاً: غير ضروري تبصرې وغيره کول۔ ([2])
* د ژبې حفاظت جَنَّت ته د بوتللو سبب دے * د ژبې حفاظت کول د عبادت کُنجي ده * د ژبې د حفاظت سره پۀ عبادت اِستقامت نصيب کيږي * د ژبې حفاظت د ايمان د حفاظت ذريعه ده * د ژبې حفاظت د عالِم د پاره ښکلا او د جاهل د پاره پرده ده * د ژبې د