Book Name:Zaban Ki Hifazat
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د ګل شريف د روژې نيولو پۀ موضوع ګټه ور معلومات درکولے شي او د ژبې د ګناهونو نه د بچ کولو پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او د ژبې د لُکنت [يعنې د انښتو] دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د ژبې حفاظت
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: فرض حج کوئ، بے شکه د دې اَجر پۀ 20 غزواتو کښې د شرکت کولو نه زيات دے او پۀ ما باندې يو ځل دُرُودِ پاک لوستل د دې (فرض حج) برابر دے۔ ([1])
تاسو پۀ ما باندې درود لولئ۔۔۔ ! بے شکه دا ستاسو د پاره پاکي ده۔ ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
درودِ پاک لوستل
نيک عمل نمبر 8: آيا نن تاسو کم از کم 313 کرته درود شريف لوستلے دے؟ ([3])
اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مونږ ته د دُنيا او اخرت د بهترۍ د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې نيک اعمال رساله عطا کړې ده د پاره د دې چې مونږ د دې نيک اعمالو پۀ