Aankhon Ko Gunahon Se Bachana

Book Name:Aankhon Ko Gunahon Se Bachana

مَدَني چينل ګورئ! د دې نه علاوه د ګناهونو نه د ډکو چينلو د کتو، د فلمونو او ډرامو پۀ ذريعه د سترګو د حرامو نه د ډکولو نه هميشه بچ اوسئ * که سترګې دوکې شي او بد نظري اوکړي نو فوراً نظر لرې کړئ، که ممکن وي نو پخپله د هٰغه ځائے نه لرې شئ او د رښتوني زړۀ نه د الله پاک پۀ بارګاه کښې توبه هم وکړئ۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 9 سترګې د ګناهونو نه د بچ کولو پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړۀ، راځئ چې نيت اوکړو چې د دې نيک عمل پۀ اِختيارولو به سترګې د ګناهونو نه د بچ کولو پوره کوشش کوو۔

الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

قبر ته د مړي د کوزولو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا

بِسْمِ اللّٰہِ وَبِاللّٰہِ وَعَلٰی مِلَّتِ رَسُوْلِ اللّٰہ ([1])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه،سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟


 

 



[1]... نماز کے احکام، رسالہ: مدنی وصیت نامہ، صفحہ:468۔