Book Name:Aankhon Ko Gunahon Se Bachana
شي * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ناجائزه او حرامو ته کتونکو باندې لعنت فرمائيلے دے * ناجائزه او حرامو ته کتل حافظه کمزورې کوي * ناجائزه او حرامو ته کتل پۀ زړونو کښې غلط خيالونه او شهوت پيدا کوي * ناجائزه او حرامو ته کتلد نورو لوئي لوئي ګناهونو سبب دے * ناجائزه او حرامو ته کتل د ذِکرُ الله نه غافله کول کوي* ناجائزه او حرامو ته کتل د عبادتونو مزه ختموي * ناجائزه او حرامو ته کتل د نيکو نه لرې کول کوي۔
د ناجائزه کتو نه د بچ کيدو فائدې؟
* څوک چې ناجائزه او حرامو ته د کتو نه بچ کيږي د هغۀ د اِيمان نُور نصيب کيږي * څوک چې ناجائزه او حرامو ته د کتو نه بچ کيږي د هغۀ د عبادت مزه نصيب کيږي * څوک چې د ناجائزه او حرامو ته د کتو نه بچ کيږي د هغۀ پاک والے نصيب کيږي * کومې سترګې چې ناجائزه او حرامو ته د کتو نه بچ کيږي د قيامت پۀ ورځ به هغه د الله پاک د عذاب نه محفوظ وي * څوک چې ناجائزه او حرامو ته د کتو نه بچ کيږي هغه د شيطاني وسوسو او د ډيرو ګناهونو نه محفوظ کيږي * څوک چې ناجائزه او حرامو ته د کتو نه بچ کيږي هغه د خلقو د تهمتونو نه محفوظ کيږي۔
ناجائزه ته د کتو نه د بچ کيدو طريقې
* عِلمِ دِين حاصل کړئ! * د سترګو پۀ قُفلِ مدينه لګولو اکثر سترګې ښکته ساتئ، پۀ لاره د تللو پۀ وخت او د سفر پۀ وخت چې کله ګاډے نۀ چلوۍ نو بغير د ضرورت نه اخوا ديخوا د کتلو، د سائن بورډونو د لوستلو او د کور د برنډو نه د بهر کتلو وغيره نه ډډه اوکړئ! * د سترګو د حفاظت فضائل او د بد نظرۍ عذابونه لولئ! * موبائل او انټرنيټ صرف د ضرورت مطابق او هغه هم پۀ شريعت کښې دننه اِستعمالوئ! د دې اِستعمال پۀ باره کښې شرعي اِحتياطونه هم زده کړئ * صرف او صرف هُم 100 فيصده اِسلامي چينل